Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د ګازډبې چاودنې له امله اورلګېدنه رامنځته شوې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د کابل ښار درېيمې امنیتي حوزې اړوند په یوه شرکت کې ګاز ډبې چاودنه کړې او اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل ښار  د درېيمې امنیتي حوزې اړوند میرویس میدان (کوټه سنګي) سیمه کې د ګازو په یوه شرکت کې ګاز ډبې چاودنه کړې ده.

ده وویل، د دغې چاودنې له امله اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د اور وژنې ډله سیمې ته رسېدلې ده او ډېر ژر به د اورلګېدنې مخنیوی وشي.

تر دې مخکې په ټولنیزو پاڼو کې ځينو کسانو لیکلي و چې د کابل ښار په کوټې سنګې سیمه کې چاودنې شوې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.