نیلي (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۱): سکینه چې شاوخوا ۲۵ کلنه، د دایکنډي د مرکز اړوند لزیر کلي اوسېدونکې او له لاس او پښې معلوله ده، له سختو اقتصادي ستونزو څخه شکایت لري.
هغه وایي، څو کاله وړاندې په دایکنډي کې د ماین چاودنې له امله په پښه او لاس ټپي او معلوله شوه.
سکینې وویل چې ۲۵ کاله عمر لري او اوس هيڅوک ترې سرپرستي نه کوي.
هغې زیاته کړه، په تېرو کلونو کې یې کولی شول چې د مرستو او د معلولیت د معاش له لارې خپلې اړتیاوې پوره کړې، خو اوس نه له معاشه خبرېږي او نه له خیریه مرستو.
د هغې په خبره، څو کاله وړاندې د کابل په ګوهرشاد پوهنتون کې محصله وه خو سږ کال د بېوزلۍ او نادارۍ له امله ونه توانېده چې خپل تحصیل ته دوام ورکړي.
سکینې – چې څو کاله مخکې خپل مور او پلار یې هم په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړي دي – وایي، اوس یوازې ژوند کوي او د کورهيڅ غړی ورسره نشته دی.
هغې وویل، اوس د یوه قلم پېرلو وس هم نه لري او اندېښمنه ده چې په دې ستونزمنو ورځو کې د خپل ژوند لګښت څنګه پوره کړي.
یاده معلوله نجلۍ له خیریه بنسټونو هم شکایت لري او وایي چې مرستې یې هیڅکله معلولیت لرونکو یا واقعي مستحقو کسانو ته نه رسېږي.
سکینه له موسسو غواړي چې ژوند ته یې پاملرنه وکړي او لږ تر لږه د هغې پرې شوو لاسونو ته وګوري او رحم ورباندې وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې د دایکنډي ولایت سیمهییزو مسوولانو د بشر دوستانه مرستو وېش کې د انډول نشتوالي په تړاو د شکایتونو په اړه ویلي وو چې ګواکې د خلکو غوښتنې د خیریه بنسټونو له توانه لوړې دي.
له دې مخکې د دایکنډي د والي د دفتر رییس مولوي محمدنور خلیل پژواک خبري اژانس ته ویلي و، په دغه ولایت کې د مرستو ترلاسه کولو تقاضا او د بېوزلۍ کچه ډېره ده او د موسسو مرستي ناڅيزه دي او ټولو ته نه رسېږي.
هغه د دایکنډي له خلکو غوښتي و چې که د مرستو یو پړاو ترلاسه کوي نو نور دې اعتراض نه کوي او ورپسې نوبت نورو اړمنو خلکو ته وسپاري.
Views: 35
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP