[restrict paid=”true”]
فیضاباد (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د بدخشان مرستیال والي مولوي نثاراحمد احمدي له يوه وسلهوال بریده روغ وتلی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس د یادو څرګندو ترڅنګ وایي چې تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د دغه ولایت مرستیال والي نثاراحمد احمدي له خاش ولسوالۍ څخه فیضاباد ښار ته پر لار و چې د خاش ولسوالۍ په کزرنشر سیمه کې یې پر موټر وسلهوال برید شوى دى.
ده وویل، په دې پېښه کې چاته مرګژوبله نه ده اوښتې او امنیتی ځواکونه په اړه یې پلټنه کوي.
[/restrict]
Views: 50
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن