ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د علماوو غونډې ځیني ګډونوال: حکومت دې له عدالت او نرمۍ کار واخلي

د علماوو غونډې ځیني ګډونوال: حکومت دې له عدالت او نرمۍ کار واخلي

author avatar
2 Jul 2022 - 12:46
د علماوو غونډې ځیني ګډونوال: حکومت دې له عدالت او نرمۍ کار واخلي
author avatar
2 Jul 2022 - 12:46

کابل (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د ریاست الوزرا مرستیال وايي، علما باید د حکومت او ولس تر منځ د پله حیثیت ولري او د امر باالمعروف سرپرست له علماوو غواړي چې خپل «ملحوظات» ورسره شریک کړي، خو د علماوو د غونډې ځینې ګډونوال بیا وايي، حکومت دې له عدالت او نرمۍ کار واخلي، کار دې اهل کسانو ته وسپاري او د مشورو لپاره دې لاره اسانه کړي.

د افغانستان د علماوو لویه غونډه وړمه ورځ د کابل لویې جرګې په خېمه کې پیل شوې او له ټول هېواده شاوخوا ۳۵۰۰ دیني عالمان او مخور په کې ګډون لري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن یادې غونډې ته وویل، علما دې د نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او حکومت ته دې مشورې ورکړي.

دی وايي: «دا نظام له موږ او تاسو په اینده کې هم قرباني غواړي، له نن وروسته به داسې قرباني ورکوو چې نظام څنګه وساتو.»

هغه زیاته کړه، علما باید د حکومت او ولس تر منځ د پله حیثیت غوره کړي او «نقصان، اصلاح او ضعیفو ټکو» ته یې پام وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاتوي: «زموږ مخالفین په داخل او بهر کې کمزوري دي، خو بیا هم داسې نه ده چې د نظام دروازې یې پر وړاندې بندې دي، بلکې اسلامي امارت د خپلو مخالفینو پر وړاندې سالم سیاست لري، که هر څوک غواړي چې هېواد ته راشي، ازادانه راتلای شي.»

د ده په وینا، تراوسه د مخکني حکومت ۱۰۵ کسان – چې د وزیرانو تر کچې کسان په کې شامل دي – بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمدخالد حنفي وویل: «د مشرانو د هدایاتو مطابق په ډېر فکر مخ ته ځو، افراط او تفريط نه کوو؛ ځکه اسلام د اعتدال، اخلاقو او همدردۍ نظام او دین دی.»

دی وايي، کابل کې ۱۵۵ تالارونه موجود دي، له فتوحاتو مخکې په کې د «منکراتو اعمال» ترسره کېدل، خو اوس د ټولو تالارونو مسوولینو ژمنه کړې چې د اسلام د اصولو خلاف به په کې هېڅ عمل نه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، علما – چې د امربالمعروف اړوند کوم ملحوظات لري – نو په جرائت یې دې له دوی سره شریک کړي.

ایران کې د افغان کډوالو په استازیتوب شیخ عبدالمتین حسین دغې غونډې ته وویل، مسوولینو ته دا مشوره ورکوي چې پر دین باندې دې له هېچا سره معامله نه کوي او د هغو کسانو هڅې دې هم نه هېروي چې د دغه نظام لپاره یې قرباني ورکړې ده.

دی وايي: «له مسلمانو متخصصینو څخه مشورې وغواړئ او د خلکو مادي ژوند ته پام وکړئ… او د هر کار لپاره اهل کسان وګومارئ.»

هغه زیاته کړه، حکومت دې په دې ابتدائیه مرحله کې له «نرمۍ» کار واخلي او عدالت دې تأمین کړي.

د غونډې بل ګډونوال مفتي محمود ذاکري د دفاع د سرپرست وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې – چې علما دې حکومت ته مشورې ورکړي – وویل چې د مشورو ورکولو لپاره لاره باید اسانه شي او هر وزیر باید یوه ورځ وټاکي چې ولس ورسره مخامخ مشوره ورکړي.

دی وايي: «د فيسبوک د افرادو په خبرو غوږ مه ګروئ، دا د ملت افراد نه دي، د ملت خلک همدا دي چې دلته ناست دي.»

له کندوز څخه د غونډې ګډونوال مفتي سراج الدین عابدي وویل، اوس په هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوې او ټول هېواد تر یوه واحد قیادت لاندې راغلی  دی.

دی وايي: «په هیواد کې امنیت تامین دی، عدالت شته، د فساد، رشوت، غصب او ظلم مخه نیول شوې، که احیانا څوک د کوم جرم مرتکب کیږي، هغه تعقیبږي او محاکمو ته سپارل کیږي.»

هغه زیاته کړه، دغه غونډه د ملي یووالي ښکارندويي کوي.

د غونډې بل ګډونول شیخ قیام‌الدین حنیف وویل، په کارونو کې د اهلیت او مسلکیتوب موضوع ډېره مهمه ده؛ له همدې امله د ښې حکومتولۍ لپاره باید کار اهل کار ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخوندزاده یادې غونډې ته په ‎يووالي، عدالت، امنيت او سوچه اسلامي او خپلواک نظام پر ټينګښت او له علماوو پر اطاعت ټينګار وکړ.

Views: 142

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.