ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي

author avatar
2 Jul 2022 - 19:09
تېره اونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي
author avatar
2 Jul 2022 - 19:09

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): تېره اونۍ افغانستان کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، امریکا وویل، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو پر طرحه کار کوي او وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست قطر کې، په دې تړاو د امریکا له استازي سره خبرې وکړې، خو تراوسه له کنګله د دغې پانګې د ایستلو عملي ګام نه دی پورته شوی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • کابل کې د افغانستان د علماوو لویه غونډه روانه وه.
  • حکمتیار د علماوو غونډه کې د ګوندونو او ښځو د استازو پر نشتوالي نیوکې وکړې.
  • مجاهد: که راتلونکې کې د هېواد په کچه تصامیم نیول کېږي، د ښځو او نورو اقشارو استازي به په کې برخه ولري.
  • امریکا: د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو پر طرحې کار کوو، خو سرپرست حکومت به پرې کنټرول نه لري.
  • متقي قطر کې د امریکا له استازي سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو په تړاو خبرې وکړې.
  • پوتین: روسیه هڅه کوي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې لا ټينګې کړي.
  • متقي: ټاکل شوې چې ځينې هېوادونه افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته فعال کړي.
  • د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ګډونوال: نړۍ دې افغانستان د بشري حقونه خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
  • ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان کې د خلکو حقونه تر پخوا ښه تامین دي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ افغانستان کې ۲۶ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان وو.

ځايي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په ننګرهار کې پر يو کور ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په پایله کې یې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.

راپورونه ښيي، امنيتي ځواکونو په غور کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې يې د وسله والو مخالفینو يو قوماندان له پنځو کسانو سره وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د چنګاښ په نهمه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ښارجوړونې له بلاکونو سره په داسې حال کې د لاسي بم د برید او ډزو راپور ورکړل شو، چې دغې سیمې ته څېرمه د لویې جرګې په خیمه کې د علماوو ستره غونډه روانه وه. ځینو سرچینو په دغه برید کې د دوو بریدګرو د وژلو خبر ورکړ، خو یوې بلې سرچینې وویل: «په دې پېښه کې پنځه کسان طالبان شهيدان شول او څلور د دوی [داعشیانو] دا مړه شول، د هغه شهرک برقي هم، چې هغه بیچاره هم په کې شهيد شو.» خو حکومتي سرچینو د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي تایید کړي.

تېره اونۍ په اروزګان او ميدان وردګو کې د ناچاودو توکو په چادونو کې يو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، په بدخشان کې د چاپېریال ساتنې د رييس پر موټر د ماین چادونه شوې او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي، په پنجشېر کې د يوه وژل شوي ماشوم جسد له سند څخه راېستل شوی او په تخار کې هم د «شهر روان» له سیند څخه د دوو کسانو مړي راېستل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله الو په کندهار کې يو تن وژلی او د ايراني سرحدي ځواکونو په ډزو کې يو ماشوم ټپي شوی دی.

د پژواک د اونیز راپور له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

د افغانستان د علماوو لویه غونډه

«د افغانستان د علماوو لویه غونډه» د شاوخوا ۳۵۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون دوې ورځې مخکې (د چنګاښ نهمه) د لویې جرګې په تالار کې پیل شوې او اوس هم روانه ده. د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې دغه غونډه کې د اسلامي نظام، ملي یووالي او نورو اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وکړي.

چارواکو دغې غونډې ته په ویناوو کې وویل، د غونډې ګډونوال دې په زغرده مشورې ورکړي، له نظامه دې ملاتړ وکړي، دوی د عالمانو سپارښتنو ته درناوی کوي.

د افغانستان د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده هم په دغه غونډه کې ګډون وکړ. ده د يووالي، عدالت، امنيت او سوچه اسلامي او خپلواک نظام پر ټينګښت او له علماوو پر اطاعت ټينګار وکړ، ويې ويل چې د قوم، سمت او انډيواليو پالل ورته د منلو نه دي؛ ګاونډي هېوادونه دې له افغانستانه د خطر احساس نه کوي او افغانستان خپلواک هېواد دی؛ نور څوک دې فرمایشونه نه ورکوي.

هغه دا هم وویل: «اسلامي امارت پخوانيو ظالمانو ته عفوه کړې، پر تېرو اعمالو حساب نه ورسره کوم، که بې له نوي جرمه چا تکليف ورکړ محاکمه کوم يې، مګر عفو دا معنی نه لري چې په حکومت يې را ګډ کړئ.»

د علماوو غونډه کې د ګوندونو او ښځو د استازو پر نشتوالي نیوکې

په کابل کې د مدني ټولنې او نارینه او ښځینه علماوو يو شمېر استازو د علماوو د غونډې جوړېدل مثبت ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې د ښځينه علماوو او مدني ټولنې استازو ته دې هم په کې د ګډون لار پرانیستل شي.

کابل کې يو شمېر نورو ښځو هم ورته غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، دغه ناستې دې د نجونو د منځينو ښوونځيو او لېسو د نه پیلېدو ستونزه حل کړي او ښځو ته دې د کار زمینه برابره کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال وویل: «اسلامي امارت دې ته اړ دی چې ووایي، ولې په دې غونډه كي مېرمني حضور نه لري؟ ولي سياسي ګوندونه او مخالفين نه دي بلل شوي؟ په دې او دې ته ورته قضاياوو كي بايد خپل ليدلورى، دريځ او دلایل وړاندي كړي، هم خپل غړي پرې قانع كړي او هم ولس او نړیوال؛ نه خو په زور كلي جوړېږي او نه د حقایقو په كتمان سره كومه مثبته نتيجه ترلاسه كېداى شي. پيغمبر عليه السلام فرمايلي: صدق انسان ژغوري او كذب یې تباه كوي.»

د ملي پېوستون نهضت مشر سیداسحاق گیلاني ويلي: «هغه شخصیتونه چې په بېلابېلو برخو کې اغېزناک دي، زما په باور که‌ په‌ دې غونډه کې یې ګډون کړی وای، د افغانستان د خلکو په ګټه به وه او د نړیوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو برخه کې به هم اغېزناکه واقع شوې وای.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، که چېرې په راتلونکي کې د هېواد په کچه تصامیم نیول کېږي د ښځو په ګډون به د ټولو اقشارو استازي په کې ګډون ولري. هغه د علماوو په ياده غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه ويلي، دغه غونډه د عالمانو په غوښتنه جوړه شوې او د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د ښځو د بلنې لپاره په غونډه کې هېڅ رول نه لاره.

د افغانستان کنګل شوې شتمني

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او تېر حکومت ړنګ شو، امریکا په نړۍوالو بانکونو کې د افغانستان بانک ۷ میلیارده ډالر کنګل کړل.

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن‌پوست خبر ورکړی چې د امریکا حکومت د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو پر یوې طرحې کار کوي، خو د افغانستان سرپرست حکومت به پرې کنټرول نه لري.

پاکستاني چارواکو هم پر افغانستان د لویدیځو هېوادونو له خوا د لګېدلو بندیزونو د اسانه کېدو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې له اقتصادي پلوه د افغانستان څنډې ته کول، دغه هېواد «اقتصادي سقوط لور ته ټېل وهل دي.»

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د مالیې وزارت او مرکزي بانک له چارواکو سره قطر ته تللی.

د راپور له مخې، متقي د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ سره په قطر کې د افغانستان پر کنګل شویو پیسو، اقتصادي، سیاسي او بشري موضوعاتو خبرې کړي، ورته ویلي یې دي چې د افغانستان پر نوي حکومت د فشار پر ځای دې له دغه حکومت سره د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي.

ټام ویسټ ویلي، غواړي له افغانستان سره د تعامل لار خپله کړي او په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي.

امریکايي لوري له متقي سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په تړاو د خپل حکومت له عدليې وزارت او قانون پوهانو سره د کړو خبرو یادونه کړې، ویلي یې دي چې افغانستان کې د وسله‌وال مخالفت ملاتړ نه کوي.

اميرخان متفي د اروپايي ټولنې له استازو او د بریتانیا د سفارت له شارژدافير هوګو شورټر سره هم قطر کې لیدلي، د بشري او روغتیايي وضعیت، ښوونیز بهیر او اړتیاوو، د افغانستان پر بانکي سکتور د لګېدلو بندیزونو په اړه یې خبرې کړي دي.

روسیه: هڅې کوو له افغانستان سره اړیکې لاټینګې کړو

د راپورونه له مخې، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل تاجکستاني سیال امام‌علي رحمان سره په لیدنه کې ویلي، روسیه هڅه کوي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکې لا ټينګې کړي.

دغه راز، مولوي امیر خان مقتي هم ويلي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره له نړۍ سره د کابل اړیکې ځواکمنې کېږي او ټاکل شوې ده چې ځينې هېوادونه افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته فعال کړي.

د بشري حقونو په تړاو اندېښنې

تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بېړنۍ ناستې ګډونوالو پر نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ  (یوناما) او افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارد بنټ، د سرپل بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو او له بشري حقونو څخه د سرغړونو د راپورونو په اړه اندیښنه ښودلې، خو د افغانستان سرپرست حکومت دا راپورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دې چې بلخاب کې جګړه نه ده شوې او بشري حقونه هم نه دي نقض شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: «د خلکو حقونه د تېر کال او تېرو لسو میاشتو راهیسې ډېر تامین دي. له دې وړاندې خلک له وژنې، بدمرغۍ او نورو ناخوالو له ستونزو سره مخ وو.»

Visits: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.