لښکرګاه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هلمند سیند اوبو کې د ډوب شوو دوو کسانو مړي موندل شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوو هغو کسانو مړي چې وړمه ورځ د هلمند سیند اوبو وړي وو، پرون د دغه ولایت په ګرمسېر او ګرشک ولسوالیو کې موندل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه جسدونه يې خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
د يادونې ده، هلمند کې د ډېرې ګرمۍ له امله خلک د سیند اوبو کې لامبې چې کله ناکله دغه ډول پېښې په کې رامنځته کېږي.
څه موده مخکې هم د ګرشک ولسوالۍ اړوند سيمه کې دوه کسان اوبو وړي وو.
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن