Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په تړاو تاشکند کنفرانس کې د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي

اټلانټا( پژواک، ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۱) : د ازبکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په تړاو کیدونکي نړیوال کنفرانس کې به د ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

تردې دوه میاشتې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې دا کنفرانس به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جولای میاشت کې کیږي، خو کره نیټه او نور جزییات یې نه وو په ډاګه کړي.

اوس د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کنفرانس به د جولای په ۲۵ او ۲۶مه ترسره کیږي او پکې به د ۲۰ نړیوالو سازمانونو او هېوادونو استازي ګډون کوي.

سرچینې زیاته کړې، له دې کنفرانس څخه موخه له افغانستان سره د سیمې او نړیوالې ټولنې د همکاریو زیاتوالی ، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هوارول دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر نوروف ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان او سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې کیږي.

دیادونې وړ ده، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره میاشت کابل ته د سفر پر مهال اسلامي امارت ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې او هغوی منلې وه.

د سرپرست حکومت د رییس الوزراء مرستیال ملا برادر ددې کنفرانس هرکلی کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.