Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین د افغانستان د مېوو صادراتو ته زمینه برابروي

کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): په کابل کې د چين سفیر د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په ليدنه کې ژمنه کړې چې چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو په برخه کې همکاري کوي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضيااحمد تکل نن پر خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې د چين له سفير وانګ يو سره ليدلي دي.

هغه ليکلي، چينايي لوري ژمنه کړې چې د افغانستان اړوندو ادارو سره به کار کوي، څو چين ته د افغانستان د وچو او تازه مېوو د صادرولو لپاره زمينه برابره شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، متقي په ياده ليدنه کې ويلي، مسوولیت لري چې د افغانستان او چين ترمنځ د هوا او ځمکې له لارو سوداګرۍ ته وده ورکړي؛ څو پر جلغوزو سربېره، چين ته د افغانستان د زعفرانو، بادامو او انارو د لېږد زمينه هم برابره شي.

هغه ويلي، هڅې یې دادې څو چين ته د افغان توکو د صادراتو د زياتوالي په موخه اړوند افغان ارګانونه له چينايي لوري سره نژدې او اغېزناکې دوه اړخیزې ناستې ولري.

د چين سفیر په ياده ناسته کې ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره په بشري مرستو بار ۸ الوتکې کابل ته استولې او په نږدې راتلونکي کې به نورې مرستې هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ چین له زلزله‌ځپلو سره د مرستو په موخه د افغان سرې میاشتې ټولنې ته ۱۸ ټنه توکي او ۲۰۰زره امریکايي ډالر ورسپارلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.