کابل (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د تلونکو افغانانو د لېږد بهیر بشپړ شو او ټول ۱۳۵۸۲ افغان حج کوونکي مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي او پر هر یوه ۴۱۳۰ امریکایي ډالر لګښت راځي.
د حج او اوقافو وزارت ویاند فضلمحمد حسیني نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر ماښام حج ته د تلونکو افغانانو وروستۍ الوتکه سعودي عربستان ته ورسېده چې ورسره د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو.
د يادونې ده، په نړۍ کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته سعودي عربستان د افغانستان په ګډون د ډېرو هېوادونو وګړو ته د حج فريضې د ادا کولو اجازه نه ورکوله؛ خو له درېيو کلونو وروسته سږ کال د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړل شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن