کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): په شمالي ویرستان کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځلس تنه پاکستاني پوځيان ټپیان شوي دي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا ځانمرګی برید تیره ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا ایالت اړونده د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په خدي سیمه کې شوی و.
ځایي مسوولینو ویلي، ځانمرګي برید ګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر سایکل په سیمه کې د پوځ له یوه موټر سره جنګولي چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.
امنیتي سرچینو ویلي چې په دې برید کې ۱۵ تنه پوځیان ټپیان شوي دي.
د شمالي وزیرستان د پولیسو اداره دا برید تایید کړی دی.
بلخوا په سویلي وزیرستان کې د نامعلومو کسانو په ډزو دوه پولیس وژل شوي دي.
په شمالي او سویلي وزیرستان کې امنیتي پېښې په داسې حال کې رامنځته شوې چې په دې وروستیو کې د کابل په منځګړیتوب د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اوربند هم شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP