ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله ۱۵ تنه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله ۱۵ تنه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي

author avatar
5 Jul 2022 - 05:01
شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله ۱۵ تنه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي
author avatar
5 Jul 2022 - 05:01

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): په شمالي ویرستان کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځلس تنه پاکستاني پوځيان ټپیان شوي دي.

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا ځانمرګی برید تیره ورځ ناوخته د خیبر پښتونخوا ایالت اړونده د شمالي وزیرستان د میر علي تحصیل په خدي سیمه کې شوی و.

ځایي مسوولینو ویلي، ځانمرګي برید ګر  له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر سایکل په سیمه کې د پوځ له یوه موټر سره جنګولي چې له امله یې چاودنه رامنځته شوې ده.

امنیتي سرچینو ویلي چې په دې برید کې ۱۵ تنه پوځیان ټپیان شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو اداره دا برید تایید کړی دی.

بلخوا په سویلي وزیرستان کې د نامعلومو کسانو په ډزو دوه پولیس وژل شوي دي.

په شمالي او سویلي وزیرستان کې امنیتي پېښې په داسې حال کې رامنځته شوې چې په دې وروستیو کې د کابل په منځګړیتوب د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اوربند هم شوی دی.

 

Visits: 246

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.