Language

لغمان کې له مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته وشوه

مهترلام (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یې له اړمنو  مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د لغمان کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن پژواک اژانس ته وویل دوی د بشري مرستو د همغږۍ (OCHA) موسسې په مالي ملاتړ او د افغاني معلولینو لپاره د بایسکل چلونې او بیارغونې تفریحي (AABRAR) موسسې په تخنیکي همکارۍ په الیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۳۵۰ اړمنو څاروي لرونکو ته د څارویو خواړه ورکړل شول.

هغه زیاته کړه، یوه څاروي لرونکي ته ۲۰۰ کیلو بوس، ۱۰۰ کیلو کنجاړه، یو کیلو د ترکاریو تخمونه او یوه اندازه درمل ورکړل شول.

د کرنې رییس وایي چې دغه مرسته له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه ترسره شوې ده.

د  الیشنګ ولسوالۍ اړوند د میاصاحب دېرې اوسېدونکي مولوي محمد باهر چې یاده مرسته یې ترلاسه کړې، پژواک ته وویل چې سږ کال وچکالي او د اوبو کمښت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.