مهترلام (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یې له اړمنو مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د لغمان کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن پژواک اژانس ته وویل دوی د بشري مرستو د همغږۍ (OCHA) موسسې په مالي ملاتړ او د افغاني معلولینو لپاره د بایسکل چلونې او بیارغونې تفریحي (AABRAR) موسسې په تخنیکي همکارۍ په الیشنګ ولسوالۍ کې پر ۱۳۵۰ اړمنو څاروي لرونکو ته د څارویو خواړه ورکړل شول.
هغه زیاته کړه، یوه څاروي لرونکي ته ۲۰۰ کیلو بوس، ۱۰۰ کیلو کنجاړه، یو کیلو د ترکاریو تخمونه او یوه اندازه درمل ورکړل شول.
د کرنې رییس وایي چې دغه مرسته له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه ترسره شوې ده.
د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د میاصاحب دېرې اوسېدونکي مولوي محمد باهر چې یاده مرسته یې ترلاسه کړې، پژواک ته وویل چې سږ کال وچکالي او د اوبو کمښت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
Visits: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن