ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو

له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو

author avatar
6 Jul 2022 - 16:55
له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو
author avatar
6 Jul 2022 - 16:55

کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): چارواکي وايي، له کابل وروسته په کندهار کې هم پر پولیسو د نوي یونیفورم وېش پیل شو او له دې وروسته به د امنیت ساتنې چارې یوازې په همدغه یونیفورم کې ترسره کوي.

په دې اړه د کندهار په امنیه قوماندانۍ کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو چې د کندهار د والي او امنیه قوماندان ترڅنګ په کې نورو مسوولینو هم ګډون کړی و.

د کندهار والي محمد یوسف وفا په دې غونډه کې وویل، دا یونیفورم به په کندهار ښار او ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو له خوا کار کول کېږي او خلک دې هم یوازې پر هغو نظامیانو باور وکړي چې دغه نوی یونیفورم یې پر تن وي.

هغه زیاته کړه: «له نن وروسته دې خلک یوازې په همدغه درېشي باور کوي، دا درېشي به ټول مجاهدین اغوندي او خلک یې هم باید احترام وکړي.»

د کندهار امنیه قوماندان مولوي رحیم الله محمود وویل، د یونیفورم له وېش سره به د غلاوو او نورو جرمونو کچه ټيټه شي او د خلکو دا تشویش به هم له منځه ولاړ شي چې ویل به یې د غلو او امنیتي ځواکونو توپير نه کېږي.

هغه له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د نوي یونیفورم ښه ساتنه وکړي؛ ځکه دا د «امیرالمومنین» په لارښوونه او فرمایش جوړ شوی نو باید احترام یې وساتل شي.

ده وویل: «دا نوی یونیفورم به د ښار ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کې مجاهدین اغوندي او له دغه یونیفورم پرته که کوم وسله وال کسان د چاپې یا په بل نوم هر ځای ته ورځي، خلک دې یې هیڅ خبره نه مني او باید نږدې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.»

په غونډه کې دیني عالمانو هم خبرې وکړې او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي؛ ځکه همدغو خلکو شل کاله له طالبانو سره همکاري کړې ده.

امنیتي ځواکونه هم وایي، هڅه به یې دا وي چې د هر ډول جرمونو او پېښو مخه ونیسي او خلک به اوس په اسانۍ د امنیتي ځواکونو او غیرمسوولو وسله والو ترمنځ توپير وکولای شي.

یوه امنیتي کس سعدالله په دې اړه پژواک ته وویل: «موږ په دغه نوي یونیفورم ډېره خوشحاله یو، د خلکو د خدمت په موخه ولاړ یو، خلک باید هیڅ تشویش ونه لري.»

یوه بل امنیتي کس رفیع الله وایي، که څه هم مخکې ځینو امنیتي ځواکونو یونیفورم درلود خو هغه به بېلابېلو رنګونو او شکلونو جوړ و خو دا نوی یونیفورم چې د پولیسو لپاره ځانګړی شوی، ټول یو رنګ دی او اوس به ټول امنیتي ځواکونه یو شان وي.

ده وویل: «موږ له ډېره وخته دغه نوي یونیفورم ته انتظار وو او په دې ډېر خوشحاله یم چې په یو ځانګړي لباس کې د خلکو خدمت کوم.»

مسوولین وایي، کندهار ته ۶ زره جوړې نوی یونیفورم ورکړل شوی چې سر له نن څخه به د کندهار ښار ترڅنګ د ټولو ولسوالیو پر امنیتي ځواکونو وېشل کېږي.

Views: 497

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.