Language

د دفاع وزارت سرپرست وزیر قطر ته ولاړ

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱): د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته تللی دی.

ملي ټلوېزیون د چنګاښ په ۱۴مه خبر ورکړی چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د قطر په رسمي بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړی به قطر ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره لیدنې وکړي.

سرچینې د دغه سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.