کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وايي، "د افغان ولس دښمن" تېره ورځ د افغانستان له خاورې درې توغندي د ازبکستان لوري ته توغولي، خو چا ته یې زیان نه دی رسولی.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري وايي: «تېره ورځ له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د افغان ولس دښمن له لوري د بلخ ولایت د حیرتانو سرحدي ښار د جیرتانو له سیمې په ازبکستان درې مرمۍ شارت شوې، زموږ د معلوماتو له مخې خوشبختانه چې تلفات نه لري.»
هغه زياتوي، له دې درېیو مرمیو یوه یې په ازبکستان کې یوه سیند ته نږدې په هدیره کې او دوې نورې په دښته کی لګېدلې دي.
وزيري وايي، سرحدي ځواکونه د سرحدي سیمو پوره ساتنه کوي او په راتلونکي کې به د داسې پېښو مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وري مياشت کې داعش ډلې ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې یې د ازبکستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی؛ خو حکومتي چارواکو ويلي و چې دا یوه کانامه هڅه وه او توغندي د افغانستان په خاوره کې پر یوه ویجاړ ځای لګېدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP