ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د کوویډ-۱۹ روغتون د فعالیت بیا بندېدو په اړه اندېښنې شته دي

غور کې د کوویډ-۱۹ روغتون د فعالیت بیا بندېدو په اړه اندېښنې شته دي

author avatar
6 Jul 2022 - 14:54
غور کې د کوویډ-۱۹ روغتون د فعالیت بیا بندېدو په اړه اندېښنې شته دي
author avatar
6 Jul 2022 - 14:54

فېروزکوه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د غور ولایت د کووېډ-۱۹ روغتون مسوول وایي، د کافي پیسو نشتوالي له امله د دغه روغتون خدمتونه یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوي دي.

د غور ولایت د کرونا روغتون چې په هېواد کې د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې له سیاسي بدلون وروسته یې فعالیت درېدلی و، د روان کال په غبرګولي میاشت کې بېرته فعال شوی دی.

د غور د کرونا روغتون چې ۲۰ بستره لري، له بیاځلي فعالېدو وروسته اوس په ۲۴ ساعته ډول خدمتونه وړاندې کوي او له بیا پیل وروسته یې د سلګونو کرونايي ناروغانو معاینه او درملنه کړې ده.

د روغتون د فعالیت بیا درېدو په تړاو اندېښنه

د غور د کووېډ-۱۹ روغتون رییس محمدشریف قاضی‌زاده پژواک خبری اژانس ته وویل: «دغه روغتون د یوې میاشتې لپاره دCHA  دفتر له لوري تمویل شو او دا مهال فعالیت کوي؛ خو دې ته اندېښمن یو چې له یوې بلې میاشتې وروسته نه شو کولای فعالیت وکړو، ډېر خلک پر کرونا خته کېږي او له دې اړخه به خلکو ته ډېرې ستونزې جوړېږي.»

هغه د عامې روغتیا وزارت له مرکزي مسوولانو غواړي چې د غور کرونا روغتون ته جدي پاملرنه وکړي څو د فعالیت له بېا درېدو یې مخنیوی وشي.

نوموړي زیاته کړه: «په دغه ولایت کې د مراجعه کوونکو او ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی او اړتیا ده څو د یاد ولایت کووېډ-۱۹ روغتون خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

هېوادوال: که روغتون غېر فعال شي، ناروغان اړ دي چې نورو ولایتونو ته لاړ شي

د غور په کرونا روغتون کې یو ناروغ عبدالغني پژواک ته وویل: «څو ورځې مخکې ځان مې ډېر درد کاوه او شدیده تبه مې وه، روغتون ته راغلم، له تشخیص وروسته معلومه شوه چې په کرونا اخته شوی یم او زه یې بستر کړم، فعلاْ ټول امکانات شته، ډاکتران رسېدنه کوي او وضعیت مې هم شکر په ښه کېدو دی.»

په یوه بله خونه کې بستر شوې پوخمنګې مېرمنې شمایلې وویل چې درې ورځې مخکې د درملنې لپاره روغتون ته مراجعه وکړه او ډاکټرانو ورته وویل چې پر کرونا اخته شوې ده.

شمایلې زیاته کړه: «زه نه پوهېږم، ډاکټرانو راته وویل چې کرونا لرې، اوس چې هر څه دي زه یې بستر کړم، وینئ چې سیروم راته بسته دی او دغه درمل راکوي، دلته ډاکټران په ښه ډول خدمت کوي، زموږ ځای ښه دی، دا چې وایي روغتون تړل کېږي، نو له دې وروسته ‎ چېرته د خلکو درملنه وشي، که روغتون وتړل شي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.»

ناروغان او د غور ځیني اوسېدونکي د کووېډ-۱۹ روغتون د فعالیت پر دوام ټینګار کوي او له مسوولینو غواړي څو دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د فېروزکوه ښار اوسېدونکی عزت‌الله وايي، که روغتون وتړل شي نو خلک اړ دي چې په ډېر لګښت منلو سره د درملنې لپاره کابل او هرات ولایتونو ته لاړ شي.

د غور بل اوسېدونکي جمال پژواک ته وویل: «که روغتون له فعالیته پاتې شي، ډېر خلک په کرونا اخته کېږي او د خلکو د مړینې لامل به شي، دولت باید پاملرنه وکړي او روغتون فعال وساتي، موسسې باید کار وکړي څو خلکو ته لا ښه خدمات وړاندې شي، همدا اوس چې روغتون فعال دی، د خلکو لپاره لویه اسانتیا ده.»

په غور کې د کووېډ-۱۹ روغتون مسوولین وایي چې د یاد روغتون له بیا فعالېدو راهیسې له ۶۰۰ ډېرو کسانو مراجعه کړې او درملنه یې شوې ده.

د دغه روغتون له لوري د وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د ۶۰۰ ناروغانو له ډلې، ۳۱ یې د ناوړه وضعیت درلودو له امله بستر او تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

د یادولو ده چې په دغه موده کې د کرونا په یاد روغتون کې د مړینې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

Visits: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.