سرپل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د سرپل د کرنې ریاست وایي، د خټکیو مچ د له منځه وړو په برخه کې د کرنې وزارت د تېرو اوو کلونو هڅو نتیجه ورکړې او اوس دغه افت د خټکیو په کښت کې له منځه تللی دی.
کروندګر هم وایي، سږ کال یې په پالېزونو کې ډېر لږ مچخوړلي خټکي لیدل کېږي.
د سرپل د کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې مدیر محمدحلیم نوري پژواک ته وویل، اوس ۹۰ سلنه پالېزونه د خټکیو مچ له وجوده پاک شوي دي.
هغه زیاته کړه، د کرنې وزارت په تېرو اوو کلونو کې د خټکیو له مچ سره له بېلابېلو لارو مبارزه پیل کړې وه، لکه خټکيو ته پلاستیکي خلتې ور اغوستل، له درملو استفاده او د مچخوړلو خټکيو پېرل د یادې مبارزې له مثبتو کارونو وو.
هغه زیاته کړه، اوس د سرپل په پالېزونو کې د خټکیو مچان ډېر کم لیدل کېږي او کروندګر هم خوښ دي چې زیار یې بېځایه نه و.
د سرپل مرکز اړوند د سیداباد کلي یوه بزګر عبدالحي پژواک ته وویل، پر خپله درې جریبه ځمکه یې خټکي کرلي او تر اوسه یې په پالېزونو کې مچان نه دي لیدلي.
د یادونې ده، په تېرو کلونو کې کرونګرو هم په خټکیو د مچانو له ډېروالي شکایت درلود.
Views: 121
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP