[restrict paid=”true”]
غزني، ګردېز (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د غزني ولایت په مرکز، د پکتيا ولايت په ځاځي اریوب او څمکنیو ولسواليو او نورستان کې سېلابونو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او درانه مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیبالله مجاهد پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا دوې بجې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د غزني ښار په قلعۀعشرت، خېراباد، اربابا، قلعۀ امیرمحمد، پشتوناباد او ځينو نورو سیمو کې خلکو ته زیانونه اوښتي دي.
هغه وویل، سېلابونو په دغو سیمو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، بڼونه، ويالې، کارېزونه او په ځينو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي دي.
ده زیاته کړه، په خیراباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي او په ټوله کې په «خیراباد» او «قلعۀعشرت» سیمو کې تر ۱۸۰ ډېر د هستوګنې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
مجاهد وایي، دا لومړني معلومات دي او کېدای شي د زیانونو او مرګژوبلې شمېر تر ډې ډېر وي.
ده زیاته کړه، له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره په دغو سیمو کې د زيانونو کچې د معلومولو په موخه څېړنې کوي.
نوموړي له خیريه بنسټونو غوښتنه وکړه چې له زيانمنو شوو کورنيو سره لومړنۍ مرستې وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې څو ورځي وړاندې هم د غزني په مرکز او ځینو ولسوالیو کې سختو اورښتونو او سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.
په پکتيا کې بیا سېلابونو شپږو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د پکتيا ولايت په ځاځي اریوب او څمکنیو ولسواليو کې د سېلابونو له امله ۳ ماشومان مړه شوي او ۳ نور کسان ټپيان شوي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقيار احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د دغه ولایت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په شوخېلو سيمه کې تر اورښت وروسته يو سراچه موټر اوبو وړى دی.
ده وویل، په دغه پېښه کې دوه ماشومان مړه او درى کسان ټپيان شوي دي.
د هغه معلوماتو له مخې، یو ماشوم د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د منده خېلو سیمې اړوند «څرۍ کلي» کې هم سېلاب وړی او مړ شوی دی.
هغه وایي، اوبو وړی ماشوم د سیمې خلکو له اوبو راوایست، خو روغتون ته له رسېدو سره سم یې ژوند له لاسه ورکړ.
د پکتيا ولايت له پېښو سره د مبارزې ریيس نثاراحمد نجات پژواک خبري اژانس ته وويل، د وروستيو سېلابونو او ورښتونو د زيانونو د څېړلو په موخه يې د ولايت اړوندو ادارو سره بېړنۍ ناسته کړې ده.
هغه زیاته کړه، په ټولو زيانمنو شوو سيمو کې د دوى کارکوونکي د زيانونو د معلومولو په اړه پلټني کوي، څو له سېلابځپلو سره اړینې مرستې وکړي.
څو ورځې وړاندې هم په پکتيا کې د سېلابونو راوتلو له امله درى کسان مړه شوي وو.
دغه راز سېلابونو په نورستان ولایت کې هم ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په نورستان کې د سېلابونو له امله ۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې لیکلي، هغه پول هم نړېدلی چې نورستان له کنړ سره نښلوي.
سږ کال د هېواد په نورو ولایتونو کې هم سېلابونو د درنو مالي زیانونو ترڅنګ لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
[/restrict]
Views: 116
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن