Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لښکرګاه کې يوه کس څلورو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د هلمند  ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې يوه کس پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې يو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د لښکرګاه ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په «ګاریز» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ده زياته کړه: «قاتل نوید احمد نومېږي او د خپل ورور او يو بل کس په همکارۍ تېره شپه نهه بجې د ماخستن لمانځه پر مهال پر ځينو کسانو ډزې کړې، یو تن وژل شوی او درې ټپيان دي.»

راشد وويل، د پېښې انګېزه تراوسه نه ده معلومه، خو په وينا يې چې سيمې ته د امنیتي ځواکونو په رسېدو سره قاتل تښتېدلی دی.

هغه زیاته کړه، د قاتل ورور او یو بل کس چې دواړه په پېښه کې پر لاس لرلو تورن دي، نیول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.