Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي هبت‌الله د کابل والي ته: د امارت هدف د حکومت او ملت ترمنځ واټن له منځه وړل دي

اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د کابل له والي سره پر شرعي او ملي مسايلو، ملي يووالي، له ملت سره پر ښه چلند او نورو اړینو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د کابل والي مولوي ندا‌محمد ندیم په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت‌الله سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر یو شمېر شرعي او ملي مسایلو، ملي یووالي او له ملت سره پر ښه چلند خبرې کړې دي.

په راپور کې راغلي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت مشر په ډاګه کړې چې د امارت هدف د شریعت تطبيق، د اسلامي نظام پیاوړتیا او د حکومت او ملت ترمنځ واټن له منځه وړل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.