ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي، عبدالله او د يوناما مسئولینو د نجونو ښوونځيو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

کرزي، عبدالله او د يوناما مسئولینو د نجونو ښوونځيو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه

author avatar
14 Jul 2022 - 18:34
کرزي، عبدالله او د يوناما مسئولینو د نجونو ښوونځيو د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه
author avatar
14 Jul 2022 - 18:34

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱): حامد کرزي، ډاکټر عبدالله او د يوناما مسئولینو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو پر ژر تر ژره پرانیستلو ټينګار کړی دی.

د کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله او د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال او د یوناما سرپرست مارکُس پوتزل سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې په افغانستان کې د تعلیم پر ودې، په ځانګړې توګه د نجونو پر تعلیم خبرې وشوې او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځيو پر ژر تر ژره پرانیستلو ټینګار وشو.

تمه وه د روان لمریز کال د وري په لومړیو کې د ټولو نجونو ښوونځي پرانیستل شي، خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د سرپرست حکومت له خوا تر «امر ثاني» پورې وتړل شول.

سرچينه زياتوي، د ملي مصالحې عالي شورا رئيس او پخواني جمهور رئيس په هېواد کې د تلپاتي سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لار ملي وفاق وباله.

Views: 57

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.