ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړیوالو  مارکېټونو کې د تېلو بیه نوره هم ټیټه شوه

په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیه نوره هم ټیټه شوه

author avatar
15 Jul 2022 - 01:41
په نړیوالو  مارکېټونو کې د تېلو بیه نوره هم ټیټه شوه
author avatar
15 Jul 2022 - 01:41

اټلانټا (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : په نړیوالو مارکېټونو کې د اومه تېلو بیې نورې هم ټیټې شوې چې ورسره دیوه بیرل تېلو بیه ۹۱ ډالرو ته راښکته شوې ده.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، په بریتانیا کې د اومه تېلو په یوه بیرل کې څلور ډالره کمښت راغلی چې بیه یې ۹۵ ډالرو ته ټیټه شوې، بلخوا دامریکا په مارکیټونو کې بیا د تېلو په بیه کې ۴،۶ ډالره کمښت سره د یو بیرل تیلو بیه ۹۱،۶ ته ټیټ شوی دی.

اقتصاد پوهانو ویلي چې په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو په بیو کې د کموالي لامل د امریکا د حکومت لخوا د سود د فیصدۍ لوړول دي .

په دې وروستیو کې د تېلو بیې تر ۱۲۰ ډالره في بیرل رسیدلي وو، خو له تیرو څو ورځو راهیسې یې په بیو کې ټیتوالی ثبت شوی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي چې د روان زیږدیز کال تر پایه پورې به د یو بیلر تیلو بیه ۶۰ ډالرو ته ټیټ شي.

په نړیوالو مارکیټونو کې د تیلو بیو ټیټیډو سره پاکستان د پیټرولو او ډیزلو د بیو ټیټولو اعلان کړی دی، خو په افغانستان کې حکومت تر اوسه په دې اړه کوم اعلان نه دی کړی.

د راپورونو له مخې، پرون چهارشنبه په کابل کې یو لیتر ډیزل په ۱۲۷ او یو لیتر پټرول په ۹۵ افغانیو پلورل کېده.

د تېلو دا بیې په تېرو یولسو میاشتو کې وروسته له هغې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځته شو، وخت په وخت لوړې شوې، خو په وروستیو څو ورځو کې په بېساري ډول لوړې شوي.

د تېر حکومت د سقوط پر مهال  یو لیتر پټرول له ۴۰ تر ۴۳ او لیتر ډیزل له ۸۰ تر ۸۵ افغانیو پلورل کېدل.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېلو د نرخونو په اړه د خلکو تر شکایتونو وروسته د رياست الوزراء اقتصادي معاونیت وویل چې  د تېلو د نرخونو په لوړولو او د بحراني حالت په رامنځته کولو کې ځینې کړۍ لاس لري.

سرچینې زیاته کړې، معاونیت د نرخونو د راټیټولو په اړه له ټولو ممکنو لارو کار اخلي او هغه اشخاص تعقیبوي څوک چې د دې عمل مرتکب کيږي. د ادعاوو د ثبوت په صورت کې به له عاملینو سره سخت قانوني چلند ترسره او د تېلو د تجارتي جواز په اړه به یې جدي غور وشي.
عام هیوادال وايي، که څه هم د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو بیې د پام وړ ټېټې شوي، خو برعکس د تیلو بيې پورته شوي او ورسره کابل ښار او د لویو لارو د موټرو کرایې هم پورته شوي دي.

 

Views: 2637

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.