ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوړې شوې

کابل کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوړې شوې

author avatar
16 Jul 2022 - 15:24
کابل کې د تېرو دوو اونیو په پرتله د نفتي توکو بیې ۹ سلنه لوړې شوې
author avatar
16 Jul 2022 - 15:24

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۱): نن د تېرو دوو اونیو په پرتله، د نفتي توکو بیې له ۹ سلنې ډېر لوړوالی ښيي، په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه بیا تر ۱۰ سلنې ډېرې ټيټې شوې دي.

د هندي بورې، مالیزیايي غوړیو او عربي سرو زرو بیې را ټيټې شوې دي، خو د نفتي توکو بیې لوړوالی ښيي.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرو دوو اونیو په پرتله، د یو لیټر پټرولو بیه له ۸۸ څخه ۹۵ افغانیو او د یو لیټر ډیزلو بیه له ۱۱۰ څخه ۱۲۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه­راز د کابل ښار کلوله­پشته سیمې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرو دوو اونیو په پرتله، د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۶۸ څخه ۷۶ افغانیو ته لوړه شوې ده.

یادې سرچینې په کابل ښار کې د نفتي توکو د بیو ټیټوالی او لوړوالی په نړۍ­واله کچه د دغو توکو په بیو کې د بدلون له امله بولي.

خو د نفتي توکو د بیو د نړۍ­وال سایټ (Oil Price) د معلوماتو له مخې، نن د تېرو دوو اونیو په پرتله په نړۍ­واله کچه د نفتي توکو بیې ټيټې شوې دي.

په دغه سایټ کې لیکل شوي چې دوې اونۍ مخکې د یو بېرل تېلو بیه ۱۰۸ امریکايي ډالر وه، خو تېر مازیګر دغه بیه ۹۷ امریکايي ډالرو ته راټيټه شوې ده.

په دغه سایټ کې خپرې شوې شمېرې ښيي چې نن د تېرو دوو اونیو په پرتله په نړۍ­واله کچه د تېلو بیه تر لس سلنې ډېره ټيټه شوې ده.

خو نن د مالیزیايي غوړیو او هندۍ بورې بیې راټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وویل چې نن د تېرو دوو اونیو په څېر د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې د عمده پلور بیه له ۳۴۰۰ څخه ۳۳۰۰ افغانیو او د ۱۶ لیتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۲۹۰۰ څخه ۲۶۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

خو نوموړی وايي چې نن د تېرو دوو اونیو په څېر، د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د عمده پلور بیه ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې ۳۰۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقايي چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر توکو پرچون پلور د هغو له عمده پلور بیو سره په ځينو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په «دهن باغ» سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي­زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۵۵۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره ۳۳۵۰ افغانۍ، ۱۶ لیتره مالیزیايي غوړي ۲۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دي.

د عربي سرو زرو بیه راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل، نن د تېرو دوو اونیو په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۴۴۰۰ څخه ۴۳۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

خو د نوموړي پر وینا، نن د تېرو دوو اونیو په څېر یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۳۴۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د اسعارو بیه

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافي مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۸،۴۰  افغانۍ دي او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۴۱۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د چنګاښ په ۱۱ مه، د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۸ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۳۰ افغانۍ تبادله کېدلې.

 

Views: 794

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.