Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بحرین په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره بېړنۍ مرسته کوي

اتلانتا (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د خلیجي هېواد بحرین پاچا حماد بن عیسی الخلیفه په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د بېړنۍ مرستې کولو امر کړی دی.

د بحرین دولتي اژانس خبر ورکړی چې پاچا حماد د بشري مرستو شاهي بنسټ ته ویلي چې په افغانستان کې زلزله‌ځپلو ته دې ژر تر ژره مرسته ورسوي.

سرچینې زیاته کړې چې د دغه بنسټ مشر او د پاچا ځانګړي استازي شیخ ناصر بن حماد الخلیفه به د دې مرستو د تنظیم او لېږلو چارې پر غاړه ولري.

په راپور کې راغلي چې دغه شاهي بنسټ په دې موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره یو تړون لاسلیک کړی څو د یادې کمېشنرۍ له لارې دا مرستې ووېشې.

په شاهي فرمان کې راغلي چې د یاد بنسټ یو پلاوی به په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سیمو لیدنه هم کوي.

د یادونې ده، تېره میاشت په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د زلزلې له امله تر زرو ډېر کسان مړه او تر ۳ زره ډېر ټپیان شول او دغه راز سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.