ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې د کډوالو ښارګوټي ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه

زابل کې د کډوالو ښارګوټي ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه

author avatar
18 Jul 2022 - 12:30
زابل کې د کډوالو ښارګوټي ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه
author avatar
18 Jul 2022 - 12:30

کلات (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د زابل چارواکي وايي، د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه یې کمپاین پیل کړی او په دغه لړ کې یې په مرکز کلات کې د کډوالو ښارګوټي اړوند ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.

د زابل سرپرست والي سلېمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځمکو د غصب د مخنیوي په موخه یوه کمېټه جوړه شوې څو په مرکز او ولسوالیو کې د غصب مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، دغې کمېټې – چې امنیتي ځواکونه او د یو شمېر ادارو استازي په کې شامل دي – اوسمهال په مرکز کلات کې د غصب شوو دولتي ځمکو د راګرځولو کمپاین پیل کړی، خو دا لړۍ به ژر ولسوالیو ته هم وغځول شي.

دی وايي، د دغه کمپاین په لړ کې په مرکز کلات کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امریت اړوند سلګونه جریبه ځمکه چې په تېرو کلونو کې د خلکو له خوا غصب شوې وه او بېلابېلې ودانۍ یې ورباندې جوړې کړې وې، له غصب څخه خلاصه شوه او ودانۍ یې ونړول شوې.

د زابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو امر مولوي حمدالله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د یوه ګډ پلاوي په شتون کې – چې د کرنې، ښار جوړولو، ښاروالۍ، استخباراتو او امنیې قوماندانۍ ادارو مسوولین په کې شامل وو – د کډوالو د ښارګوټي ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه.

هغه زیاته کړه، خلکو ته وار له مخې خبر ورکړل شوی و چې یا دې قانوني اسناد وړاندې کړي او یا دې ځمکې پرېږدي، خو دا چې هغوی قانوني اسناد وړاندې نه کړل، له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ د هغوی له خوا پر یادې شوې ځمکې جوړې شوې ودانۍ ونړول شوې.

خلک د ولایتي ادارې د دغه اقدام هرکلی کوي خو غوښتنه لري، د استوګنې هغه ځمکې چې له غاصبانو راګرځول کېږي باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې سرپناه نه لري.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي روزی محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډېر ښه ګام دی چې په مرکز او ولسوالیو کې غصب شوې ټولې ځمکې راګرځول کېږي.

هغه زیاتوي، دا لړۍ دې له کوم توپیر پرته په جدیت پلې شي.

د کلات ښار بل اوسېدونکي لطیف‌الله هم د دغه اقدام هرکلی کوي خو وايي، د استوګنې هغه ځمکې چې له غصبه خلاصېږي، باید هغو بېوزلو وګړو ته ورکړل شي چې سرپناه نه لري.

په زابل کې په داسې حال کې ۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصېږي چې د دغه ولایت د عدلي ریاست هم تر دې مهاله له ۳ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه له غصبه راګرځولې ده.

Views: 48

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.