Language

غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره شول

غزني (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): په غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو پکې ګډون کړی وو.

د ډله‌ییز واده دا مراسم نن غرمه د غزني ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړ شوي وو.

د دغه ډله‌ییز واده یوه تنظیموونکي مولوي سیداحمد معتمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د واده دا مراسم د غزني ولایت د دیني عالمانو له خوا په دې موخه جوړ شوي وو چې د ډېر لګښت مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه، دغو ۴۰ زومانو د اقتصادي ستونزو له امله په یوازې ځان د واده د مراسمو جوړولو توان نه درلود.

دی وايي، دوی پخوا هم د ډله‌ییزو ودونو دا ډول مراسم جوړ کړي او له تېرو اتو کلونو راهیسې دا پنځلسم ځل دی چې د ډله‌ییزو ودونو ورته مراسم جوړوي.

د ده په خبره، د ډله‌ییز واده پر ننني مراسمو ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې له خپلو شخصي جېبونو یې ورکړي دي.

هغه وویل، د ډېرو لګښتونو او لوړ ولور د مخنیوي او په ټولنه کې د اخلاقي فساد د له منځه وړلو په موخه به د ډله‌ییزو ودونو دغه ډول مراسمو جوړولو ته دوام ورکوي.

د واده یوه ګډونوال محمدزمان ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا په ټول هېواد کې اقتصادي بحران دی او له بلې خوا ډېری ځوانان بې روزګاره دي او په یوازې ځان د واده مراسم نه شي جوړولای.

هغه زیاته کړه، دا ډول ډله‌ییز ودونه کورنۍ له ډېر لګښته راګرځوي.

نوموړي د یاد ولایت له دیني عالمانو مننه وکړه چې د ۴۰ زومانو او ناویانو د ودونو ډله‌ییز مراسم یې جوړ کړل او هغوی یې له ډېر لګښت کولو را وګرځول.

له دې مخکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ورته ډله‌ییز ودونه شوي خو په غزني کې دا پنځلسم ځل دی چې په یوه وخت ورته ډله‌ییز ودونه کېږي.

خلک وايي، سره له دې چې افغانستان له بېوزلو هېوادونو دی خو د واده لګښت په کې لوړ دی او له همدې امله ډېر مهال ځوانان اړ کېږي چې د واده لګښت پیدا کولو په موخه پر قاچاقي لارو بهر ته لاړ شي او خپل ژوند په خطر کې واچوي.

Related Topics