ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کولرا د کنټرول لپاره کندهار، دایکنډي او هلمند ته روغتیايي ټیمونه استول شوي

د کولرا د کنټرول لپاره کندهار، دایکنډي او هلمند ته روغتیايي ټیمونه استول شوي

author avatar
18 Jul 2022 - 18:30
د کولرا د کنټرول لپاره کندهار، دایکنډي او هلمند ته روغتیايي ټیمونه استول شوي
author avatar
18 Jul 2022 - 18:30

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): هېواد کې د هوا په ګرمېدو سره، په ځینو ولایتونو کې د کولرا ناروغي خپره شوې چې له امله یې یو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی؛ له بلې خوا د طب برخې پوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې د حفظ­­‌الصحې په مراعتولو سره، ځانونه له دغې ناروغۍ وساتي.

کولرا یوه اسهالي مېکروبي ناروغي ده چې د ککړو خوړو او اوبو له امله رامنځته کېږي؛ پر دغې ناروغۍ ډېری اخته کسانو کې د ناروغۍ چندانې نښې نه ښکاري، خو په حاد حالتونو کې، دغه ناروغي په څو ساعتونو کې د یو کس د مړینې لامل ګرځېدلای شي.

د کابل د طبي پوهنتون د انتاني ناروغیو او نري نرځ ډيپارټمنټ استاد ډاکټر احمدشکیب راسخ پژواک خبري اژانس ته وویل، کولرا یوه حاده اسهالي ناروغي ده چې لامل یې د ویبریو کولرا په نوم یو ډول میکروب دی.

د نوموړي په وینا، دا یوه سخته ساري ناروغي ده چې د ککړو خوراکونو او څښاک اوبو له لارې له یوه څخه بل کس ته لېږدول کېږي.

نوموړی وايي، اوبلن اسهال، پرله پسې زړه بدوالی د دغې ناروغۍ نښې دي چې د دغو دوو ستونزو له امله د وجود اوبه ضایع کېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې د بدن د مایعاتو او الکترولیتونو د چټک پوره کولو په صورت کې د دغې ناروغۍ له امله د مړینې کچه له ۳۰ تر ۴۰ سلنه ښودل شوې ده.

هغه وویل: «په هغه حالت کې چې د بدن اوبه ډېرې ضایع شي، نو بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي چې د وینې فشار راټيټېږي، نبض کمزوری کېږي، خېټه ښکته ننوزي او پښې سختې سړېږي او د تشو بولو حجم هم راکمېږي او حتا د مرګ لامل ګرځي.»

د ډاکټر راسخ په وینا، که د ناروغ د بدن مایعات پوره شي، نو د وینې فشار لوړېږي، د ژوند نښې عادي حالت ته راګرځي او ناروغ له حتمي مړینې ژغورل کېږي.

نوموړي خلکو ته سپارښتنه وکړه، هغه ناروغ ته چې د اسهال او استفراق نښې پکې لیدل کېږي، جوش شوي مایعات ورکړي او ژر تر ژره یې روغتیايي مرکز ته ولېږدوي.

د نوموړي په وینا، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو اړین او اساسي مورد بلل کېږي.

ده وویل چې کورنۍ باید خپلې د څښاک اوبه و ایشوي، ترکاري په ښه توګه پرېمینځي او د مالګې او کلورین له محلول سره یې په اوبو کې کېږدي څو میکروبونه یې له منځه ولاړ شي.

نوموړی په ټينګار سره وايي چې د شپې پاتې شوي خوراکونه باید ونه خوړل شي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د انتاني روغتون متخصص ټرینر فریدالله عمري وویل: «د کولرا ناروغي (وبا) یوه انتاني ساري ناروغي ده چې په څو ساعتونو کې د سختو اسهالاتو او په چټکه توګه د مایعاتو د ضایع کېدو لامل ګرځي چې په پایله کې د انسان د مړینې سبب کېدلای شي، هم ماشومان او هم د پاخه عمر کسان پر دغې ناروغۍ اخته کېږي.»

نوموړي وویل، په هغه صورت کې چې د کولرا ناروغۍ درملنه ونه شي، د انسان د مړینې لامل ګرځي؛ ځکه په ډېر لږ وخت کې د بدن مایعات، پوتاشیم او سودیم له منځه ځي.

هغه له خلکو غواړي چې خپلې حفظ­الصحې ته پاملرنه وکړي او د ډوډۍ له خوړلو مخکې او وروسته خپل لاسونه ومینځي او میندې هم باید خپل ماشوم ته له شېدو ورکولو مخکې او وروسته خپل لاسونه پرېمنځي.

سرچینه وايي چې تشناب ته له تلو وروسته باید لاسونه د څو ثانیو لپاره په اوبو او صابون سره ومینځل شي.

دغه ډاکټر هم د ترکارۍ پر سم مینځلو ټینګار کوي او وايي چې باید د مالګې یا کلورین په محلول کې کېښودل شي او وروسته ترې استفاده وشي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هوا په ګرمېدو سره په هلمند، کندهار او دایکنډي ولایتونو کې دغه ناروغي خپره شوې ده.

هغه وايي چې روغتیايي ټیمونه دغو ولایتونو ته استول شوي څو پر دغې ناروغۍ اخته کسانو ته رسېدنه وکړي او ناروغي تر کنټرول لاندې راشي.

نوموړي وویل چې هلمند کې د دغې ناروغۍ له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په یادو ولایتونو کې لسګونه کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.