شبرغان (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د شبرغان ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو کیندلو له امله تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۳ متره ټيټه شوې او باید د دې ستونزې مخه ونیول شي.
هغوی د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، که د دغه کار مخه ونه نیول شي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د شبرغان ښار د کورونو څاګانې وچې شي.
د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي انجنیر حبیبالله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د شبرغان ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو کیندنې دومره ډېرې شوې چې اوس په بېلابېلو سیمو کې د کورونو د څاګانو اوبو کچه له دوو تر درېیو مترو پورې ټيټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، مخکې په ځینو سیمو کې د جګړې له امله د دغه کار کنټرول ستونزمن و، خو اوس سرپرست حکومت پر ټولو سیمو واکمن دی او خلکو ته باید د دغه ناقانونه کړنې اجازه ور نهکړي.
حبیبالله وویل: «که د دغه کار مخه ونه نیول شي، نو یقین لرم چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به خلک بي اوبو شي.»
هغه وایي، ښه دا ده چې چارواکي په دې اړه غور وکړي او مخکې له دې چې خلک د اوبو له نهشتون سره مخ شي، د ځینو خلکو له خوا د شبرغان شاوخوا او د دغه ولایت په نورو سیمو کې د څاګانو د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړه: «دا چې په څاګانو د اوبو کمېدو له امله به په راتلونکي کې له کومو ستونزو سره مخ شو، معلومه نه ده.»
په ورته وخت کې د شبرغان ښار یو بل اوسېدونکی وحیدالله امیني وایي: «سږ کال اړ شوم چې د څاه پايپ دوه متره نور زیات کړم څو واټرپمپ د څاه اوبو ته ورسېږي.»
هغه زیاته کړه، د لوړ قطر واټرپمپونو کارولو او د کروندګرو له خوا د ژورو څاګانو کیندلو له امله هره ورځ د شبرغان ښار د شاوخوا څاګانو د اوبو کچه ټيټېږي.
هغه زیاته کړه: «په یاد مې دي کله چې به یو چا په خپل کور کې څاه کیندله، نو د اوبو ګل به په ۱۵ مترۍ کې و، خو اوس د ځمکې په ۲۰ او ۲۵ متره ژوروالي کې هم اوبه نشته.»
نوموړی وایي چې د ژورو څاګانو کیندلو د مخنیوي لپاره باید ځانګړي تدابیر ونیول شي.
خو د شبرغان ښار د منګوتي سیمې یوه کروندګر محمد بشیر وویل، د کروندو لپاره د بزګرانو له خوا تر ځمکې لاندې اوبو کارولو اصلي لامل د کرنيزو اوبو سرچينو ته د لاسرسي نه درلودل دي.
هغه زیاته کړه ، جوزجان ولایت د بلخ او سرپل ولایتونو د سیند تر سطحې ټيټ پروت دی چې ډېری کروندګر پريمانه کرنیزو اوبو ته لاسرسی نه لري.
هغه وايي، د جوزجان ولایت بزګرانو ته هغه مهال کرنیزې اوبه رسېږي چې د بلخ او سرپل ولایتونو له کروندګرو زیاتې شي.
د سرچینې په وینا، د جوزجان کروندګر له ډېرو کلونو راهیسې له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او هیڅ حکومت د دوی دغه ستونزه نه ده ور حل کړې.
نوموړي وویل، په داسې شرایطو کې ګروندګر اړ دي چې د ځان او خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپلو کروندو لپاره ژورې څاګانې وکیندي او له لوړ قطر لرونکو واټرپمبونو کار واخلي.
هغه له حکومته غواړي چې کرنيزې اوبه ورته تامین کړي څو نور له داسې کارونو لاس واخلي.
خو د جوزجان ولایت د والي ویاند مولانا فریدون وایي، د ولایت چارواکي د شبرغان ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو له کيندلو خبر دي او د څاګانو کيندلو د مخنيوي په برخه کې یې لازم تدابير نيولي دي.
هغه زیاته کړه چې د خلکو د شکایتونو له مخې، د اوبو د تنظیم ادارې او د کرنې ریاست ځیني تدابیر په نظر کې نیولي او هيچا ته به اجازه ور نهکړي څو ژورې څاګانې وکیندي.
هغه زیاته کړه، د هغو کسانو د مخنیوي لپاره چې د ولایت له اجازې پرته یې څاګانې کیندلې، یو پلاوی ټاکل شوی او له دې وروسته به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د کروندو خړبولو لپاره له دغو څاګانو کار واخلي.
فریدون وایي: «موږ هڅه کوو چې د کرنیزو اوبو د تنظیم لپاره بدیلې لارې ولرو او اوبه د بلخ او سرپل ولایتونو له سرچینو د جوزجان ولایت کروندګرو ته تامین کړو څو تر ځمکې لاندې اوبه په بې رحمانه توګه مصرف نه شي.»
د جوزجان د والي ویاند د څرګندونو له مخې، تر اوسه څرګنده نه ده چې د جوزجان ولایت په اړوند سیمو کې څومره څاګانې کیندل شوې او کروندګر ترې ګټه اخلي.
Views: 9
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP