ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شبرغان کې د ژورو څاګانو ډېرېدل؛ خلک یې د کیندنو د مخنیوي غوښتنه کوي

شبرغان کې د ژورو څاګانو ډېرېدل؛ خلک یې د کیندنو د مخنیوي غوښتنه کوي

author avatar
18 Jul 2022 - 17:42
شبرغان کې د ژورو څاګانو ډېرېدل؛ خلک یې د کیندنو د مخنیوي غوښتنه کوي
author avatar
18 Jul 2022 - 17:42

شبرغان (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د شبرغان ښار اوسېدونکي وايي چې د دغه ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو کیندلو له امله تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۳ متره ټيټه شوې او باید د دې ستونزې مخه ونیول شي.

هغوی د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي،  که د دغه کار مخه ونه نیول شي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د شبرغان ښار د کورونو څاګانې وچې شي.

د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي انجنیر حبیب­‌الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، د شبرغان ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو کیندنې دومره ډېرې شوې چې اوس په بېلابېلو سیمو کې د کورونو د څاګانو اوبو کچه له دوو تر درېیو مترو پورې ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، مخکې په ځینو سیمو کې د جګړې له امله د دغه کار کنټرول ستونزمن و، خو اوس سرپرست حکومت پر ټولو سیمو واکمن دی او خلکو ته باید د دغه ناقانونه کړنې اجازه ور نه‌کړي.

حبیب­الله وویل: «که د دغه کار مخه ونه نیول شي، نو یقین لرم چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به خلک بي اوبو شي.»

هغه وایي، ښه دا ده چې چارواکي په دې اړه غور وکړي او مخکې له دې چې خلک د اوبو له نه­شتون سره مخ شي، د ځینو خلکو له خوا د شبرغان شاوخوا او د دغه ولایت په نورو سیمو کې د څا­ګانو د خپلسرو کیندنو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه: «دا چې په څا­ګانو د اوبو کمېدو له امله به په راتلونکي کې له کومو ستونزو سره مخ شو، معلومه نه ده.»

په ورته وخت کې د شبرغان ښار یو بل اوسېدونکی وحیدالله امیني وایي: «سږ کال اړ شوم چې د څاه پايپ دوه متره نور زیات کړم څو واټرپمپ د څاه اوبو ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړه، د لوړ قطر واټرپمپونو کارولو او د کروندګرو له خوا د ژورو څاګانو کیندلو  له امله هره ورځ د شبرغان ښار د شاوخوا څاګانو د اوبو کچه ټيټېږي.

هغه زیاته کړه: «په یاد مې دي کله چې به یو چا په خپل کور کې څاه کیندله، نو د اوبو ګل به په ۱۵ مترۍ کې و، خو اوس د ځمکې په ۲۰ او ۲۵ متره ژوروالي کې هم اوبه نشته.»

نوموړی وایي چې د ژورو څا­ګانو کیندلو د مخنیوي لپاره باید ځانګړي تدابیر ونیول شي.

خو د شبرغان ښار د منګوتي سیمې یوه کروندګر محمد بشیر وویل، د کروندو لپاره د بزګرانو له خوا تر ځمکې لاندې اوبو کارولو اصلي لامل د کرنيزو اوبو سرچينو ته د لاسرسي نه درلودل دي.

هغه زیاته کړه ، جوزجان ولایت د بلخ او سرپل ولایتونو د سیند تر سطحې ټيټ پروت دی چې ډېری کروندګر پريمانه کرنیزو اوبو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي، د جوزجان ولایت بزګرانو ته هغه مهال کرنیزې اوبه رسېږي چې د بلخ او سرپل ولایتونو له کروندګرو زیاتې شي.

د سرچینې په وینا، د جوزجان کروندګر له ډېرو کلونو راهیسې له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او هیڅ حکومت د دوی دغه ستونزه نه ده ور حل کړې.

نوموړي وویل، په داسې شرایطو کې ګروندګر اړ دي چې د ځان او خپلې کورنۍ د ژوند اړتیاوو پوره کولو لپاره د خپلو کروندو لپاره ژورې څا­ګانې وکیندي او له لوړ قطر لرونکو واټرپمبونو کار واخلي.

هغه له حکومته غواړي چې کرنيزې اوبه ورته تامین کړي څو نور له داسې کارونو لاس واخلي.

خو د جوزجان ولایت د والي ویاند مولانا فریدون وایي، د ولایت چارواکي د شبرغان ښار په شاوخوا کې د ژورو څاګانو له کيندلو خبر دي او د څاګانو کيندلو د مخنيوي په برخه کې یې لازم تدابير نيولي دي.

هغه زیاته کړه چې د خلکو د شکایتونو له مخې، د اوبو د تنظیم ادارې او د کرنې ریاست ځیني تدابیر په نظر کې نیولي او هيچا ته به اجازه ور نه‌کړي څو ژورې څا­ګانې وکیندي.

هغه زیاته کړه، د هغو کسانو د مخنیوي لپاره چې د ولایت له اجازې پرته یې څاګانې کیندلې، یو پلاوی ټاکل شوی او له دې وروسته به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د کروندو خړبولو لپاره له دغو څا­ګانو کار واخلي.

فریدون وایي: «موږ هڅه کوو چې د کرنیزو اوبو د تنظیم لپاره بدیلې لارې ولرو او اوبه د بلخ او سرپل ولایتونو له سرچینو د جوزجان ولایت کروندګرو ته تامین کړو څو تر ځمکې لاندې اوبه په بې رحمانه توګه مصرف نه شي.»

د جوزجان د والي ویاند د څرګندونو له مخې،  تر اوسه څرګنده نه ده چې د جوزجان ولایت په اړوند سیمو کې څومره څاګانې کیندل شوې او کروندګر ترې ګټه اخلي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.