ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې پرله‌پسې زلزلې؛ خلک او چارواکي د جیولوجیکي سروې غوښتنه کوي

پکتيکا کې پرله‌پسې زلزلې؛ خلک او چارواکي د جیولوجیکي سروې غوښتنه کوي

author avatar
19 Jul 2022 - 17:32
پکتيکا کې پرله‌پسې زلزلې؛ خلک او چارواکي د جیولوجیکي سروې غوښتنه کوي
author avatar
19 Jul 2022 - 17:32

ښرنه (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د پکتيکا اوسېدونکي او چارواکي وايي، له پرون مازديګر راهیسې د ګیان او برمل ولسوالیو په ځينو سيمو کې دوامداره زلزلې کېږي چې خلکو ته یې يو ځل بيا د ځاني زيانونو ترڅنګ ګڼ مالي زيانونه اړولي دي.

دوی غوښتنه کوي چې یادو سیمو ته دې جیولوجستان ور ولېږل شي څو هلته څېړنې وکړي او د پرله‌پسې زلزلو اصلي لامل معلوم کړي.

د ګيان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خان‌ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ مازديګر شاوخوا پنځه بجې د زلزلې د زورورو ټکانونه له امله د دوی په سيمه کې ډېر هغه کورونه چې په تېرو زلزلو کې زيانمن شوي وو، په بشپړ ډول ونړېدل او ځيني خلک په کې ژوبل شول.

دی وايي، د دې ولسوالي په ږلۍ کلي کې د شپې تر شاوخوا ۱۰ بجو پورې دوامداره زلزله روانه وه چې ويروونکي او چادونې ته ورته غږونه هم ورسره مله وو.

هغه زياتوي، که د حکومت د اړوندې برخې مسوول چارواکي په دې اړه جيولوجيکي سروې ترسره نه کړي، ښايي په همداسې ناڅرګند برخليک کې دوی ته نور زيانونه هم ورسېږي.

ده وویل: «زموږ په کلي کې دا څویم ځل دی چې زلزله کېږي خو پته نه لګېږي چې دا خدایي ده او که د انسانانو لاس په کې دی، له پرون مازدیګر راهیسې د ږلۍ کلی داسې ښورېده لکه ټال چې ورکول کېږي، ډاروونکي غږونه مو اورېدل، زه خو نور نه پوهېږم خو حکومت به پوه کسان لري څو وجه یې معلومه کړي چې دا زلزلې دي او که بل څه؟»

د ګيان ولسوالي يوه قومي مشر حاجي اغاګل د وروستيو زلزلو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون مازديګر را په دېخوا تر نن ورځې شپږ ځلې د زلزلې ټکانونه حس شوي چې تر ټولو قوي یې د تېر مازديګر ټکانونه وو.

د ده په خبره، د پرون مازديګر زلزلې له لومړیو ټکانونو وروسته دويم ځل زلزله ماښام، درېیم ځل د شپې په نيمايي، څلورم ځل له نيمې شپې وروسته او پنځم ځل سهار وختي شاوخوا پنځه بجې شوې خو له لومړني ځل وروسته یې ټکانونه یې ډېر زورور نه وو.

د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمد نبي هم په سيمه کې د زلزلې د ټکانونو خبره کوي او وايي چې د دوی په سيمه کې له تېرې ورځې را په دې خوا درې ځله د زلزلې ټکانونه حس شوي چې وروستي دوه یې ډېر زورور نه وو.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د وروستۍ زلزلې په لومړيو ټکانونو کې د دوی په سيمه کې ځيني نيمه زيانمن شوي کورونه په بشپړل ډول نړېدلي خو کوم چا ته پکې ځاني زيان نه دی اوښتی.

نوموړی هم په سيمه کې د جيولوجيکي سروې غوښتنه کوي او زياتوي: «نور به موږ څه ووايو، ټول کارونه د خدای ج له طرفه دي خو دا چې په پرلپسې ډول يوازې زموږ سيمې لړزېږي نو په اړه یې يو څه پوهېدل په کار دي، له حکومته مو هيله ده، چې دغو سیمو ته څوک را ولېږي او څېړنه وکړي څو معلومه شي چې د پر له پسې زلزلو علت څه دی؟»

د پکتيکا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر حکمت الله عصمت هم مني چې له پرون مازديګر را په دېخوا د ګيان ولسوالي په ځينو سيمو کې دومداره زلزلې جريان لري.

هغه رسنيو ته په استول شوي غږيز پيغام کې ويلي چې د ګيان ولسوالي په ږلۍ کلي کې د شپې تر ناوخته ځمکه د ښورېدا په حال کې وه،چې د نوموړي په وينا وېروونکي غږونه هم ورسره وو.

عصمت د حکومت له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د پکتيکا په زلزله ځپلو سيمو کې دې جيولوجيکي سروې ترسره شي او د شوو زلزلو علت دې معلوم شي.

دی وايي: «زلزله دوامداره روانه ده؛ ځمکه ښورېږي، هيبتناک غږ هم ورسره دی، دا غږ هم خلک داسې حس کوي لکه دوی ته چې نږدې وي، دا مستقل ټکانونه دي، د سيمې يوه جيولوجيکي سروې په کار ده.»

تېر مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د پکتيکا په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د زلزلې ټکانونه حس شول چې د ياد ولايت د ګيان او برمل ولسواليو په ځينو سیمو کې یې په دوامدار او وقفه يي ډول تر نن سهار پورې دوام وکړ او خلکو ته په کې يو ځل بيا مالي او ځاني زيانونه واوښتل.

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري خپاره شوي وروستي مالومات ښيي چې د تېرې ورځې د زلزلې په لومړنيو ټکانونو کې د د دغه ولایت په زېړوک برمل او ګيان ولسواليو کې ګڼ شمېر کورونه نړېدلي خو په زېړوک او برمل ولسواليو کې دغې زلزلې ۳۱ تنه ژوبل کړي هم دي.

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور ریيس محمد امين حذيفه رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ويلي چې د تېرې ورځې د زلزلې په لومړنيو ټکانونو کې  ۱۸ کسان په زېړوک او ۱۳ نور په ګيان ولسوالۍ کې ژوبل شوي چې روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

نوموړی وايي، په ګيان، برمل او زېړوک ولسواليو کې د وروستۍ زلزلې له امله تر اوسه د نړېدلو کورونو کره شمېر نه دی معلوم خو په دې اړه ګومارل شوي ټيمونه په کار بوخت دي چې د سروې له بشپړېدو وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړي.

په پکتيکا کې وروستۍ زلزلې داسې مهال يو ځل بيا خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړوي چې نږدې يوه

مياشت مخکې د دغه ولايت په ګيان او برمل ولسواليو کې سختې زلزلې ۳۳ کلي ونړول چې د زرګونو کورونو د نړېدو او زيانمن کېدو تر څنګ پکې شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه او ژوبل شول.

Views: 337

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.