جلال اباد (پژواک، ٢٨ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د سږ کال له پيله تر اوسه په دغه ولايت څه باندې ٩٣ زره ټنه تازه سبزي توليد شوې چې د تېر کال په پرتله لوړوالى ښيي.
دوی وايي چې په ننګرهار کې توليد شوې سبزي د پلازمېنې کابل ترڅنګ نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.
خو کروندګر بيا نيوکه کوي چې د سړو خونو او بهرني بازار نه موجوديت له امله يې حاصلات په ډېر کم ارزښت پلورل کېږي چې ډېرى وخت پرې شوى لګښت هم نه پوره کوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست د باغدارۍ مسوول اکرام الله دلګير پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې سږ کال څه باندې ٩٣ زره ټنه د تازه سبزيو حاصلات راټول شوي او بازار ته وړاندې شوي دي.
هغه زياته کړه: «سږ کال موږ تقریباً ٢٠ زره مټريک ټنه رومي توليد کړي، همدارنګه د ۲۲ زره مټريک ټنه په شاوخوا باندې مو بادرنګ توليد کړي، همداشان ۱۵ زره ټنه فاصليه، ١٤ زره ټنه کچالو څه باندې ٢٠ زره ټنه پياز توليد شوي او د نورو ډول ډول سبزيجاتو حاصلات هم زرګونو ټنو ته رسيږي.»
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ډېره تازه سبزي د دغه ولايت په سره رود، خوږياڼو، روداتو، کامې، بهسودو او کوز کونړ ولسواليو کې کېږي چې جلال اباد ښار ته نږدې دي او په اسانۍ بازار ته رسېږي.
خو د ننګرهار ولايت کروندګر وايي، که څه هم حاصلات ډېر شوي خو د سړو خونو او بهرني بازار نه موجوديت له امله حاصلات ډېر کله خپل لګښت هم نه پوره کوي.
جان محمد چې د بهسودو ولسوالۍ يو کروندګر دی او په خپله ځمکه يې تازه سبزي کرلې پژواک ته وويل، کله چې پاکستاني روميان راځي يو کيلو يې تر سل افغانيو پلور کېږي خو په اوس وخت کې چې د ننګرهار خپل روميان حاصل ته رسېدلي، اووه کيلو يې څوک په سل افغانيو نه اخلي.
هغه غوښتنه وکړه: «بايد سړې خونې جوړې شي، زموږ تازه سبزيجات بايد په هغو کې وساتل شي، کله چې اړتيا وي بيا بازار ته وړاندې شي.»
جلال اباد ښار کې د سبزيجاتو پلورونکي هم وايي چې د تازه سبزيو په موسم کې نرخونه ډېر ټيټ وي چې دوى په کې تاوان کوي.
نبي الله چې د جلال اباد ښار د تلاشۍ په څلورلاره کې تازه سبزي پلوري، پژواک ته وويل، د پاکستاني سبزيجاتو په وخت کې نرخونه هرڅومره چې لوړ وي خلک يې اخلي خو اوس چې د خپل وطن حاصلات رسېدلي نرخونه ورسره ډېر ټيټ شوي دي.
هغه وايي: «موږ يې له کروندګرو اخلو، ډېر وخت داسې کېږي چې موږ هغه خپل سر په کې نه پوره کوو.»
بلخوا په جلال اباد ښار کې د سبزيو د مارکېټ مسوولين وايي، که کروندګر د خپلو کروندو حاصلات د عامو ځايونو پر ځای دغه مارکېټ ته ور وړي، نو هم به با ارزښته وي او هم به يې حاصلات په لوړه بيه وپلورل شي.
د دغه مارکېټ يوه قراردادي خواجه محمد پژواک ته وويل، کروندګر او سوداګر بايد سبزيجات دغه مارکېټ ته راوړي، هم به ورسره دا مارکېټ وچلېږي او هم به يې سبزیجات په ښه بیه خرڅ شي.
ننګرهار چې يو کرنيز ولایت دی، په دې وروستيو کې د سبزيجاتو ترڅنګ د تازه مېوو د توليداتو کچه هم لوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP