کلات ښار، لښکرګاه (پژواک، ٢٩ چنګاښ ١۴٠١): د زابل او هلمند ولایتونو حکومتي مسوولين وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ٥٠٠ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
د زابل د عامي روغتیا ريیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په مرکز کلات او څلورو ولسواليو کې څه باندې څلور سوه کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
هغه وايي، په مرکزي روغتون کې او د ګرځنده روغتيايي ډلو له لوري د يادو کسانو درملنه پيل شوې ده.
د نوموړي په وينا، په یاد ولايت کې د کولرا ناروغۍ له پيل راهيسې ٣٥٠٠ کسان پرې اخته شوي چې پنځو کسانو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
ډاکټر حکيمي د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل د حفظالحصې نه مراعتول، ګرمه هوا او د ناپاکو اوبو څښاک بولي.
پر همدې مهال په مرکز کلات کې د ساري ناروغیو د روغتون مسوول ډاکټر نجیبالله محمدي پژواک ته وویل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دغه مرکز ته ۶۰ کسان - چې پر شدید نس ناستې اخته وو، وروړل شوي دي.
هغه وايي، د يادو کسانو له ډلې ۴٩ يې بستر کړي دي.
دغهراز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې ۷۰ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل چې دغه ناروغي د واشېر ولسوالۍ په سیاپشتي سيمه کې تثبیت شوې ده.
ریاض وایې چې ۳۸ ناروغان په SHC او ۱۶ په BHC کلینیک او پاتې نور د دې ولسوالۍ په مرکزي کلینیک کې تر درملني لاندې دي .
د هلمند د عامې روغتيا ریاست د مسوولینو په وینا، تر دې مهاله د کولرا ناروغۍ له امله په ټول ولایت کې ۱۴ کسان مړه شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې زرګونه کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي چې يو شمېر يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP