کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د فېسبوک ادارې د ملي راډیو ټلوېزیون پښتو او دري او دغه راز د باختر اژانس فېسبوکپاڼې تړلې دي.
د افغانستان ملي راډیو ټلويزیون (RTA) مشر احمد وثیق پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د دې ادارې دري او پښتو فېسبوکپاڼې د فېسبوک ادارې له لوري بندې شوې دي.
ده لیکلي: «ملي ټلوېزيون تر اوسه د نورو نوو صفحو فعالولو تصميم نه دی نيولی. د RTA په نوم يو شمېر جعلي پاڼې جوړې شوې او د اعتبار وړ نه دي.»
هغه دغه راز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی د تړل شوو پاڼو د بیا فعالولو لپاره د فېسبوک له ادارې سره اړیکې نیولې او په وینا یې د فېسبوک اداره باید د وینا ازادۍ ته ژمنه پاتې شي.
هغه زياته کړې، فېسبوک باید ملي راډیو ټلوېزیون ته د یوې ملي ادارې په سترګه وګوري چې په خبره یې، دا ټلوېزیون د ولس غږ دی چې ستونزې تر هېوادوالو او نړۍ پورې رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په کب میاشت کې د اسلامي امارت د مشر له حکم سره سم، د ملي راډيو ټلوېزيون اړوند خواله رسنيو له نښان (لوګو) څخه د ملي بيرغ رنګ (تور، سور او زرغون) لرې کړی شو او پر ځاى سپين رنګ ورته غوره شو.
له بلې خوا باختر اژانس په خپل ټويټر کې کښلي چې د فیسبوک ادارې تېره شپه د باختر اطلاعاتي اژانس رسمي فیسبوک پاڼه تړلې ده.
سرچينه زياتوي، باختر خبري اژانس د ٨٢ کلنو له مخینې سره د فېسبوک ادارې ټول اصول او مقررات په نظر کې نيولي او د دغې ادارې يواځینۍ موخه د دقيقو، پر وخت او هر اړخيزو خبرونو، راپورونو او مرکو خپرول دي.
سرچينه کاږي، د فېسبوک ادارې دغه کړنه د بیان له ازادۍ او د افغانستان د خلکو له حق څخه د انکار څرګندونه کوي.
سرچينه وايي: «هیڅوک او هیڅ اداره نه شي کولای په افغانستان کې د بیان له ازادۍ څخه انکار وکړي.»
دغه اژانس زياتوي، چې دوی په شپږو ملي او نړیوالو ژبو معیاري خبرونه خپروي، له همدې امله د باختر اژانس رهبري د فېسبوک له ادارې څخه غواړي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.
د حکومت ویاند د ملي ټلوېزیون او باختر اژانس د فېسبوک پاڼو د تړلو په غبرګون کې په خپل ټويټر لیکلي: «اوس به نو پوه شوي یو چې غرب د رسنیو ازادي څه ته وايي!؟ د افغانستان د اسلامي امارت اړوند د ملي رادیو تلویزیون او د باختر آژانس صفحې بندول د نه زغم، نه حوصلې او نه برداشت ښکارندويي کوي.»
ده زياته کړې، د بیان د ازادۍ شعارونه د نورو ملتونو د تېر ایستلو لپاره کارول کېږي.
Views: 198
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن