مهترلام (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د لغمان مسوولین وايي، نن د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د یاد ولایت د بادپښ ولسوال مولوي محمدانعام خالد پژواک خبري اژانس ته وویل چې ياده مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا شوې ده.
خالد زياته کړه چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه وريجې، ۶،۲۵ کیلوګرامه دالنخود، ۴،۵ لیتره غوړي، ۴،۵ کیلوګرامه د ماشومانو د خوړو اوړه او یوه اندازه مالګه شامل دي.
د بادپښ ولسوالۍ اړوند د ګړوچ سیمې اوسېدونکی عبدالطیف چې یاده مرسته یې ترلاسه کړې، پژواک ته وویل چې دوی ته یاد مواد په داسې مهال ورکول کېږي چې قیمتي خپل اوج ته رسېدلې ده.
هغه وویل: «قیمتي اوج ته رسېدلې او له بلې خوا وزګار یم، له حکومته مې هیله دا ده چې د مرستې ترڅنګ خلکو ته د کار زمينه هم برابره کړي.»
نوموړي زیاته کړه چې مرسته که ډېره هم وي، خو د دایمي کار او دندې ځای نشي نیولای.
د یادونې ده، په لغمان کې له دې وړاندې هم څو ځلې اړو کورنیو ته د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې ورکړل شوې دي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن