ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د انګور بڼوال: حاصلات ډېر شوي، خو د پلور بازار کمرنګه دی

سرپل کې د انګور بڼوال: حاصلات ډېر شوي، خو د پلور بازار کمرنګه دی

author avatar
20 Jul 2022 - 18:39
سرپل کې د انګور بڼوال: حاصلات ډېر شوي، خو د پلور بازار کمرنګه دی
author avatar
20 Jul 2022 - 18:39

سرپل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): په سرپل ولایت کې د انګورو بڼوال وایي، سږ کال یې د باغونو د انګورو حاصلات ډېر شوي دي، خو د پلور لپاره یې مناسب مارکېټ نشته.

په همدې حال کې، د سرپل د کرنې ریاست هم د بڼوالو ادعا مني، خو وایي چې د مناسب بازار برابرولو هڅه کوي.

د سرپل د مرکز اړوند سرخک کلي یو بڼوال عبدال وایي: «سږ کال د انګورو حاصلات زیات شوي دي، خو د مناسب مارکېټ نشتوالی د دې لامل شوی چې موږ و نشو کولای انګور په مناسبه بیه وپلورو.»

هغه زیاته کړه، بڼوال یو من انګور په ۱۸۰ افغانۍ پلوري چې ډېر ارزانه دي او نشي کولای پر باغ شوی لګښت بېرته پوره کړي.

هغه وويل، که حکومت د محصولاتو د بازار د ودې لپاره ملاتړي پروګرامونه ترسره کړي، نو بڼوال به زياته ګټه ترلاسه کړي.

د سرپل د مرکز اړوند «بهسود» کلي یو بڼوال فیض محمد وایي: «د انګورو حاصلات زیات شوي، خو بیې یې مناسبې نه دي؛ بڼوال هم سړې خونې او کشمکش خانې نه لري چې خپل محصولات پکې وساتي.»

هغه له حکومته غواړي چې د انګورو د بازار د ودې لپاره داسې یو کار وکړي چې په مرسته یې بڼوال وکولای شي ډېره ګته ترلاسه کړي او له دې لارې ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

له بلې خوا، د سرپل د کرنې ریيس قاري عبدالقادر وحدت پژواک ته وويل: «تېر کال د انګورو حاصلات ۱۰۰زره او ۵۵۵ مټريک ټنه وو او سږ کال دغه شمېر ۱۰۰زره او ۷۶۰ متریک ټنو ته رسېږي.»

هغه زياته کړه، د سرپل انګور په ګاونډيو ولايتونو کې پلورل کېږي، خو لرو ولايتونو او بهر ته نه صادرېږي.

نوموړي وويل چې د سرپل د کرنې رياست هڅه کوي څو د کرنې وزارت له لارې د سرپل د انګورو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار پيدا کړي.

د وحدت په وینا، په سرپل ولایت کې ۷۷۵۰هکټاره د انګورو باغونه شته دي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.