Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شبرغان کوویډ-۱۹ روغتون بېرته فعالیت پیل کړ

شبرغان (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): د شبرغان ښار کوویډ- ۱۹ روغتون چې مخکې یې ۵۰ بسترونه لرل، اوس یې شمېر لسو ته راټيټ شوی او له میاشتو بندېدو وروسته یې نن خپل فعالیت بېرته پیل کړ.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري عبدالغني وايي، د کوویډ- ۱۹ روغتون چې له څه مودې راهیسې غېرفعال و، د دوی د ادارې په هڅو د ۱۰ بسترونو په درلودو سره بېرته فعال شو.

هغه څرګنده کړه، د کرونا ناروغۍ پېښې اوس هم د خلکو په منځ کې شته دي او اړینه وه چې دغه روغتون بېرته فعال شي. د کوويډ -۱۹ روغتون د «صف» دفتر په مالي مرسته بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

صمیم زیاته کړه، د دغه روغتون ټول پرسونل ته یې لارښوونه کړې څو خپلې اړوندې چارې لکه څرنګه یې چې مخکې ترسره کولې، اوس یې هم هماغسې پرمخ بوځي. د چارو د ښه‌والي او ناروغانو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه به د روغتون د پرسونل کار و اروزل شي.

په ورته وخت کې، د شبرغان ښار د کوویډ- ۱۹ روغتون سرویلانس ډاکټر خالص قادري وویل، د دغه روغتون د بسترونو شمېر ځکه راټيټ شوی چې په شبرغان ښار کې د کرونا ناروغۍ پېښې کمې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د روغتون د پرسونل د معاشونو او اړینو درملو د برابرولو مسوولیت د «صف» دفتر پر غاړه دی.

هغه وویل، دا چې په دغه ورغتون کې درملنه او د خدماتو وړاندې کول وړیا دي، نو ناروغانو ته اړین درمل هم په وړیا توګه ورکول کېږي.

خالص وايي، تر اوسه په دغه روغتون کې کوم بستري ناروغ نه لري او سر له سبا څخه به عملا ناروغانو ته د خدماتو وړاندې کول پیل کړي.

د شبرغان ښار یو اوسېدونکی بشیراحمد وايي: «خوښ یم چې دغه روغتون خپل فعالیت بېرته پیل کړ. کرونا لاهم د خلکو د ژوند لپاره لوی ګواښ دی او باید ساده یې ونه ګڼو. زموږ په کورنۍ کې داسې څوک نشته چې دغه ناروغي یې نه وي تېره کړې.»

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د جوزجان عامې روغتیا په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ د واکسینو پراخ کمپاین پیل کړ چې تر یوې اونۍ به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.