ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځينو کورنیو کې لا هم ځیني خرافات او ناسم باورونه شته دي

په ځينو کورنیو کې لا هم ځیني خرافات او ناسم باورونه شته دي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱): ځیني ناسم باورونه او خرافات چې پخوا به د ځينو کورنیو د مشرانو له خوا په جدي ډول تعقیبېدل، اوس هم په یو شمېر کورنیو کې شته دي، خو پوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې دا راز عقیدې دې له ځانه لرې کړي.

له ډېرو پخوا کلونو راهیسې د ځينو کورنیو مشران په ځانکړي ډول میندې او نیاګانې په دې باور وو چې په یوه ورځ کې د پښو او لاسونو د نوکانو پرې کول، د شپې مهال د کور جارو کول یا هندارې ته کتل، د چپې سترګې رپېدل، د چهارشنبې پر ورځ د کالیو مینځل، د ناوې‌ګانو له خوا د تورو جامو اغوستل، د حلوا هوس کول … ښه عواقب نه لري، خو د پوهانو له نظره دغه باورونه علمي بنسټ نه لري.

خو له ځینو ځوانانو سره د پژواک خبري اژانس مرکې ښيي چې لا هم په یو شمېر کورنیو کې دا راز اعتقادونه او باورونه شته دي او تعقیبېږي.

په یوه ورځ کې د پښو او لاسونو د نوکانو له پرې کولو منع کول

د کابل ښار د خراسان ښارګوټي یوه اوسېدونکې ۱۸ کلنه فرخ د خپلې کورنۍ مشرانو د ناسمو اعتقاداتو په اړه وایي: «ځيني قوانین شته چې اساس یې زموږ نیا ایښی او هغه مې اوس مور په جدي ډول تعقیبوي او کله چې موږ یې مخالفت کوو، وایي چې تاسې نادان یاست او نه پوهېږۍ.»

هغې د مثال په ډول وویل: «یوه ښکاره بېلګه یې دا ده چې هيڅکله مور مې نه پرېږدي چې د پښو او لاسونو نوکان يو ځای واخلو؛ یوه ورځ مو دا کار مراعت نه کړ، مور مې ډېره ووهلم، د ژوند بده خاطره مې وه.»

خو ولې د پښو اولاسونو نوکان په یوه ورځ کې وا نه اخلو؟

د فرخ مور نیکبخت علي‌زاده د دې پوښتنې ځواب داسې ورکړ: «خدای بښلې نیا به مې وصیت کاوه چې په یوه ورځ کې باید د پښو او لاسونو نوکان وانخیستل شي، ځکه چې غم او ښادي مو سره يوځای کېږي.»

هغه وایي، دغه مفکوره له نیا نه یې مور ته او له موره یې هغې ته رسېدلې ده، اوس هغه خپلې لورګانې هم پر دغه کار ملزمې بولي.

د مېرمن نیکبخت په خبره، ځينې نورې سپارښتنې لکه د شپې له خوا د کور جارو کول، د شپې له خوا هندارې ته له کتلو ډډه کول هم له نیا څخه ورته انتقال شوې او هغه یې ډېر په جدیت سره تعقیبوي.

د شپې له خوا د کور جارو کول څه پایله لري؟

د ځينو کورنیو د مشرانو په باور، د شپې له خوا د کور جارو کول فقر او بېوزلي راولي او باید ترې ډډه وشي.

فاطمه یوه بله مېرمن ده چې له کلونو راهیسې په ورته ناسمو اعتقاداتو سره ژوند کوي، ویې ویل: «د شپې له خوا د کور جارو کول روزي کموي او که د لمر پرېتو پرمهال کور جارو شي، د کورنۍ د نارینوو د عمرونو کمېدو سبب ګرځي؛ د مسافرو د تلو پرمهال کور باید جارو نه کړو، ځکه دغه کار د مسافر لپاره د ستونزو پیدا کېدو لامل کېږي.»

هغه وایي، مور یې هیڅکله ورته اجازه نه ورکوله چې د ماښام له لمانځه وروسته، کور جارو کړي او هغه اوس هماغه لاره تعقیبوي او خپلې لوڼې هم پر عملي کولو یې مجبوروي.

خو د یادې مېرمنې لور عاطفه چې دغه نظر ناسم بولي، وایي: «موږ نه باید په خرافاتو کې ژوند وکړو، نظافت او پاکوالی د ایمان برخه ده؛ که هغه په ورځ کې وي یا د شپې له خوا باید مراعات شي.»

نوموړې وویل، کله چې هغه یا خویندې یې د شپې له خوا کور جارو کوي، مور او نیا یې ورسره ناسم  چلند کوي او جدي غبرګون ښیي.

هندارې ته د شپې له خوا ولې ونه ګورو؟

له پخوا راهیسې په ځينو کورنیو کې د مشرانو او په ځانګړې توګه نیاګانو له خوا داسې اصول وضع شوي چې د شپې له خوا باید هندارې ته ونه کتل شي.

د هغوی په باور هندارې ته کتل ښه عواقب نه لري، خو ولې؟

د فېروز کوه ښار یوه اوسېدونکې ۲۰ کلنه کشمیره وایي: «مور مې وایي چې د شپې له خوا هندارې ته و نه ګورو، ځکه چې که د شپې له خوا هندارې ته وګورو نو پیریان مو نیسي او دغه راز موږ ټولو ته یې ویلي چې ماتې هندارې ته هیڅکله ونه ګورو ځکه چې د انسان د مخ نور کمېږي.»

هغه چې د مور سپارښتنې عملي کوي، وویل: «حتماً یې څه لیدلي یا اورېدلي چې داسې وایي.»

د کشمیرې مور مهتاب ګل پژواک ته وویل: «ما خپل اولادونه پر درېیو څیزونو پوه کړي چې باید ترسره یې نه کړي: لومړی دا چې ماتې هندارې ته به نه ګوري، هنداره دې هيڅکله پر خپله لمن پاکه نه کړي او د شپې له خوا دې هندارې ته نه ګوري.»

د هغې په باور، که ماتې هندارې ته وګوري نو دا چاره سرګرداني منځته راوړي، که ښځې هندارې په خپلو کالیو پاکه کړي نو بنه پرې راځي او که د شپې هندارې ته وګوري نو پیری ورباندې کېني.

نوموړې وویل، د چهارشنبې پر ورځ د کالیو مینځل روزي کموي؛ خپلو اولادونو ته یې سپارښتنه کړې چې هیڅکله دې پر دغې ورځ خپل کالي پرې نه مینځي.

دغه باورنه په داسې حال کې له تېرو وختو راهیسې رایج وو او تر اوسه ادامه لري چې د اسلام مبارک دین یې ردوي.

یوه دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن په دې اړه وویل: «د ناسمو اعتقاداتو اوغلطو باورونو په اړه هر هغه څه چې د عقیدې مربوط کېږي، سرچینه یې شریعت او دین دی؛ که دین اجازه کړې وي، موږ باید هماغه شان عقیده وکړو، که دین اجازه نه وي ورکړې، موږ باید پر ځینو عقیدو او فرهنګونو اعتقاد و نه لرو.»

نوموړي ځينو باورونو ته (په یوه ورځ د پښو او لاسونو د نوکانو پرې کول، د شپې له خوا د کور جارو کول، په شپه کې هنداره کې ځان کتل، د چپې سترګې رپېدل، د چهارشنبې پر ورځ د جامو مینځل، د نویو واده کړو ښځو له خوا د تورو جامو اغوستل ښه عواقب نه لري) چې له پخوا راهیسې د خلکو منځ کې شته، اشاره وکړه او ویې ویل: «کوم علمي اساس نه لري او فقط باور مو پرې کړی.»

هغه زیاته کړه: «نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چې تاسې نیک شګوني وکړئ او بد شګوني مه کوئ؛ ځکه چې بدشګوني په اسلام کې نشته خو نیک فال او نیک شګوني په شریعت کې اساس لري.»

د روانپوهنې په دفتر کې یو روانپوه عبدالجلیل امرخېل پژواک خبري اژانس ته د ځینو خلکو ترمنځ رایجو ناسمو باورونو په اړه وویل، په ځینو کورنیو کې ناسم باورونه او انګېرنې شته دي چې اصلا منطقي نه دي.

هغه زیاتوي، داسې اعتقادات د دې ترڅنګ چې منطقي نه دي، کوم کسان چې پرې باوري دي، پر رواني ستونزو هم اخته کېږي.

نوموړی له خلکوغواړي چې له خپله ژونده غېر منطقي باورونه اعتقادات لرې کړي او د واقعیتونو او حقایقو په رڼا کې دې ژوند وکړي.

Views: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.