ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: حکومت دې د فراه په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي

خلک: حکومت دې د فراه په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي

author avatar
21 Jul 2022 - 19:59
خلک: حکومت دې د فراه په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي
author avatar
21 Jul 2022 - 19:59

فراه (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د فراه خلک وايي چې د دغه ولایت د لرو پرتو سيمو ښوونځيو کې ښوونکي کم دي، خو د پوهنې رياست ويلي چې د دې ستونزې د حل لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

د فراه د پوهنې رياست دغه راز زیاته کړې چې د غه ولایت ښوونځي زرو نورو ښوونکو ته اړتيا لري خو د ښوونکو د ۴٦۰ بستونو لپاره يې ازموينه اخستې او د پاتې نورو د ګومارلو لپاره يې هم د پوهنې وزارت ته وړانديز کړی دی.

د دغه ولايت اوسېدونکي وایي چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې پوهنې ته پاملرنه نه ده شوې او له حکومته یې غوښتي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي او د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره کړي.

د بکواه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عتیق‌الله ارمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شلو کلونو کې په یاده ولسوالۍ کې معارف تش په نوم و، اوس هم په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه شته.

 ارمان زیاتوي: «هغه خلک چې په خپلو اولادونو تعلیم کوي نو یا یې د فراه مرکز ته لېږي او یا هم نورو ولایتونو ته؛ ځکه چې دلته مسلکي معلمین نشته.»

دی پر حکومت غږ کوي چې لرو پرتو سیمو ته ښوونکي ولېږي، څو ځوان نسل د پوهنې له نعمته برخمن شي.

د فراه د پشترود ولسوالۍ د “پنجلې” کلي اوسېدونکی محمد یونس وايي چې حکومت دې په ولسوالیو کې ډېر ښوونځي پرانیزي او ښوونکي دې ور ولېږي.

محمد یونس پژواک ته وویل: «اوس هیڅ ستونزه نشته، امنیت تامین دی، موږ له اسلامی امارته غواړو چې د معارف په وده کې رغنده ګامونه واخلي.»

د فراه د پوهنې ریيس مولوی اخترمحمد زعیم هم په فراه کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تایید کړه.

هغه پژواک ته وویل، د فراه په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱۲ ښوونځي فعال دي چې له دې ډلې ۸۱  يې د نجونو دي.

د زعیم د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځي ۲۵۹۴ ښوونکي لري، خو د ولايت په کچه زرو نورو ښوونکو ته اړتيا ده.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، له يادو زرو کمبود بستونو دوه اونۍ وړاندې د ۴۶۰ بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

زعيم زیاته کړه: «موږ ژمن یو چې د فراه هرې سیمې ته ښوونکي ولېږو،»

 د هغه په وينا، د پوهنې وزارت ته يې وړاندیز کړی څو د فراه د معارف ریاست د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي.

مولوي زعیم وویل چې د پوهنې وزارت هم تمه ورکړې چې د ښوونکو د کمښت ستونزه به یې هواره کړي.

Visits: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.