ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په کرونا اخته شوی

د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په کرونا اخته شوی

author avatar
22 Jul 2022 - 00:26
د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن په کرونا اخته شوی
author avatar
22 Jul 2022 - 00:26

اتلانتا (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۱): سپینه ماڼۍ وایي چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کرونا پر ناروغۍ اخته شوی او د دې ناروغۍ کمزورې نښې پکې لیدل کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر د چنګاښ په ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر بایډن د کرونا واکسین بشپړ کړی او بیاځلي یې دوه نور واکسینونه هم کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، ولسمشر ته د پاکسلوویډ درمل ورکړل شوي او دا وخت د امریکا د ناروغیو د مخنیوي ادارې د لارښوونو له مخې، په سپینه ماڼۍ کې قرنطین دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بایډن خپلې ورځنۍ چارې په بشپړ ډول پر مخ وړي.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر بایډن به د قرنطین پر مهال لیدنې کتنې د ټیلېفون او انټرنېټ له لارې تر سره کوي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې تر اوسه ۵۶۶ میلیونه انسانان پر کرونا اخته شوي چې ۶ میلیونه او ۳۰۰ زره یې مړه شوي دي. په امریکا کې د دې ناروغۍ له امله تر اوسه له یو میلیون زیات انسانان مړه شوي دي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.