Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې له سېلاب‌ځپلو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوه

ګردېز (پژواک، ۱ زمرى ۱۴۰۱): د پکتيا ولايت له سېلاب‌ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پيل شوه.

د پکتيا د حکومتي مسوولينو په وينا، په تېرو دوو اونيو کې په دغه ولايت کې سېلابونو سلګونه کورونه ویجاړ کړي او له ۲۰ زيات کسان يې له امله مړه او ټپيان شوي دي.

د مرستو د وېش لړۍ پیلېدو په اړه جوړو شوو مراسمو کې د پکتيا مرستيال والي شيخ عزيزالرحمن منصور وويل: «نن د دغه ولايت له هغو سېلاب ځپلو کورنيو سره د خوراکي او غېر خوراکي توکو د مرستې لړۍ پيل شوه، کوم چې په دې ورستيو کې يې کورونه او فصلونه سېلابونو سخت زيانمن کړي دي.»

نوموړي وويل چې د ځینو دولتي ادارو له خوا د ترسره شوې سروې له مخې، د وروستيو سېلابونو له امله په ټوله پکتيا کې شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه تخريب شوي او نږدې ۳زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

منصور زياته کړه چې نن له ١٢٢ کورنيو سره له پېښو سره د چمتووالي رياست او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې له لوري د خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته وشوه، خو دا لړۍ به همداسې روانه وي څو له ټولو سېلاب ځپلو سره مرستې وشي.

دغه‌راز د پکتيا له پېښو سره د مبارزې ریيس نثاراحمد نجات پژواک ته وويل چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته يوه بورۍ اوړه، يوه بورۍ وريجې، کمپلې، د لمريزې برېښنا يوه تخته، يوه خيمه او ځيني نور خوراکي او غېرخوراکي توکي شامل دي.

بل لور ته سېلاب‌ځپلي دغو مرستو ته ډېر خوښ دي.

د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي او يو مرسته اخيستونکي فقيرمحمد پژواک ته وويل: «کومه مرسته چې نن ورځ له مونږ سره وشوه مونږ ترې مننه کوو چې زمونږ په سيمه کې زما په شمول داسې کورونه هم شته چې په بشپړ ډول نړېدلي دي، چې دولت او موسسات بايد ورسره نوره مرسته هم وکړي.»

ده وويل، د دوى کليوال د سېلابونو له امله دا مهال په نورو سيمو کې په خېمو کې ژوند کوي.

د يادونې ده چې په تېره شاوخوا يوه مياشت کې سېلابونو په ډېرو ولايتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.