Language

سراج‌الدین حقاني: خلک دې پر خپلو اولادونو ديني او عصري زده‌کړې وکړي

خوست (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): د کورنيو چارو سرپرست وزير وايي، د قطر له هوکړې وروسته امريکا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې هڅه کوله، خو د عمومي بښنې له اعلان سره دغه پلان شنډ کړاى شو.

دغه څرګندونې د کورنيو چارو سرپرست وزير د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې يوې ولسي غونډې ته وکړې.

سراج‌الدین حقاني وويل چې د قطر له توافق‌نامې وروسته که د حکومت مشر شيخ هبت‌الله اخوندزاده شريعي عفوه نه وای اعلان کړې، ښايي په هېواد کې يو بل داخلي جنګ پيل شوی وای.

هغه زياته کړه چې امريکايانو د دوحې په تړون سره ځانونه خلاص کړل، خو غوښتل يې چې په افغانستان کې يوې بلې کورنۍ جګړې ته زمينه برابره کړي، خو له شريعي بښې سره د امريکا دا خيال له منځه ولاړ.

نوموړي زياته کړه: «له توافق نامې وروسته امريکايانو خپل ځانونه خلاص کړل، موږ ته جنګ په کور کې پاتې شو، په دې کې مشر شيخ صاحب ټولو عامو، خاصو ته عفوه وکړه. دا يوه شريعي عفوه وه، سياسي عفوه نه وه. دا داسې عفوه وه چې د ډېرو وينو او بدبختيو مخه يې په کې ونيوله.»

حقاني وويل، که څوک د مشرانو له امر نه سرغړونه وکړي او له بښنې سره سره بيا هم څوک له چا انتقام واخلي، نو د هغوی لپاره نظامي محکمې جوړې شوې دي او د شريعت په رڼا کې به په سزا محکومېږي.

نوموړي زياته کړه، ټول افغانان دې له دغه چانس څخه ګټه واخلي، خپلو کې دې يووالی او اتحاد وکړي، خپلمنځي ستونزې او اختلافات دې يوې خوا ته کړي او په ګډه دې د خپل وطن د پرمختګ لپاره کار وکړي.

هغه وايي: «څلوېښت کاله انقلابونه تېر شول چې د هر انقلاب خلک به حکومت ته ورسېدل، د بل انقلاب خلک يې نه پرېښودل، ټول يې له سره ختمول. يوازينی دغه انقلاب دی چې تر ټولو نه سخت انقلاب و، خو دې عفوې دا فايده وکړه چې افغانان يې خپل منځ کې مينې او ژوند ته برابر کړل.»

سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني يادې ولسي غونډې ته په وينا کې خلک وهڅول څو پر خپلو اولادونو ديني او عصري زده‌کړې وکړي؛ ځکه د هغه په وينا، وطن تر بل هر چا لوستو او پوهو کسانو ته اړتيا لري.

نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې وويل، کومه فاصله چې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ موجوده ده، بايد له منځه لاړه شي، څو خپلو کې مينې او محبت ته لار هواره شي.

هغه زیاتوي: «که عصري تعليم دی، که ديني تعليم دی، دواړو ته ضرورت لرو. که زموږ د کور نه ډاکټر وي، که زموږ د کور نه انجينر وي، پوهاند وي، موږ به خودکفا وو، خارج ته نه مجبورېږو. ګورئ کومه منطقه کې چې ديني علم وي، عصري علم وي هغه خلک لانجې نه کوي. هغه ژوند غواړي، اخرت جوړول غواړي او دنيا جوړول غواړي.»

نوموړي همدارنګه يادې غونډې ته په خبرو کې له قومي مشرانو وغوښتل چې د قومونو او کليو ترمنځ شته ستونزو او لانجو ته د پای ټکی کېږدي، سولې او يووالي ته دې کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.