Language

شپږیزه لیګ سیالۍ: بست ساتونکو هندوکش او بند امیر بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، بست ساتونکو هندوکش ستورو او بند امیر بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.

د دغه ليګ د نن ورځې لومړۍ لوبه سهار د بست ساتونکو او هندوکش ستورو لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دغه سیالۍ کې د بست ساتونکو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې  ۱۷۳ منډې وکړې او د هندوکش ستورو ته يې د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

په توپوهنه کې د بست ساتونکو له لوري حسن عیسی‌‌خېل ۷۶ او حشمت الله شهیدي بیا ۵۱ منډې جوړې کړې.

login or register a new account.