کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، بست ساتونکو هندوکش ستورو او بند امیر بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.
د دغه ليګ د نن ورځې لومړۍ لوبه سهار د بست ساتونکو او هندوکش ستورو لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دغه سیالۍ کې د بست ساتونکو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو٢٠ اورونو کې یې ۱۷۳ منډې وکړې او د هندوکش ستورو ته يې د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د بست ساتونکو له لوري حسن عیسیخېل ۷۶ او حشمت الله شهیدي بیا ۵۱ منډې جوړې کړې.
همدارنګه په توپ اچونه کې مسلم موسی او حمید حسن د بست لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
بلخوا بیا د هندوکش لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په ۲۰م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۵۲ منډو په توپير بست ساتونکو ته وبایلله.
د هندوکش له لوري نثار وحدت ۵۶ او زبید اکبري بیا ۲۳ منډې جوړې کړې.
په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي درې، ضیاءالرحمن هم درې، ابراهیم صافي او محمد سلیم بیا د هندوکش یو– یو لوبغاړي وسوځول.
دغهراز د شپږیزه لیګ د نن ورځې دویمه لوبه د بند امیر او امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په یاده سیالۍ کې د بند امیر لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې ۱۶۳ منډې هدف وټاکه.
د بند امیر له لوري په توپوهنه کې کریم جنت ۴۰، نوید عبید ۲۵، افتاب عالم ۲۳، عرفان او صدیق الله پاچا بیا ۲۲ - ۲۲ منډې جوړې کړې.
دغهراز په توپ اچونه کې د امو نهنګانو لوبډلې له لوري جمشید خان درې او عبدالواسع بیا د بند امیر دوه لوبغاړي وسوځول.
همدارنګه یاد هدف د امو نهنګانو لوبډلې پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې د درې منډو په توپیر بند امیر ته وبایلله.
د امو نهنګانو له لوري په توپوهنه کې جمعه ګل ۵۰، عابد الله تڼویوال ۳۰، احسان الله ۲۶، مراد مرادي ۲۵ او بهار شاه ۲۳ منډې وکړې.
دغه راز په توپ اچونه کې نجات مسعود دوه، کریم جنت، افتاب عالم، نور احمد او عرفان بیا د امو لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو په لړ کې تېره ورځ د سپین غر لوبډلې پامیر زلمي او کابل بازانو بیا مس عینک ته ماتې ورکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











