ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

author avatar
24 Jul 2022 - 16:17
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
author avatar
24 Jul 2022 - 16:17

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): د هواپېژندنې اداره په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو ورېدو او ورسره د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.

د یادې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، میدان وردګ، لوګر، خوست، دایکنډي، اروزګان، غور، نیمروز، کندهار، هلمند، فراه، هرات او زابل ولایتونو کې د نسبتا سخت اورښت او ورسره د سېلابونو راوتلو اټکل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه بارانونه به د روانې زمري میاشتې پر ۳ او ۴مه په یادو ولایتونو کې وشي.

سرچینې لیکلي، د دغو اورښتونو کچه په بېلابېلو ځایونو کې له (۱۰ تر ۴۰) ملي‌مترو وړاندوینه شوې ده.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.