کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۱): يوه مرستندوی بنسټ په کابل ښار کې د مخکني او اوسني حکومت د قربانیانو لسګونو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې د وېش پر مهال وویل، دغه پروسه پنځو نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي.
د افغانستان له ملي ځواکونو د ملاتړ موسسې (SAF) نن (۲زمری) په تېر او اوسني حکومتونو کې د وژل شوو امنیتي ځواکونو اړوند ۱۲۰ کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.
د دې موسسې د سروې او خلکو راجستر کولو مسوول احمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته یوه لس کیلویي بورۍ وریجې، یو من لوبیا، یو من بوره، یو کیلو شین چای، ۵ لېتر غوړي او لس پاکت مکروني وېشلي دي.
نوموړی وایي، راتلونکې اونۍ د هېواد په یو بل ولایت کې هم دې ته ورته پروګرام جوړوي او خلکو ته به دې ته ورته خوراکي توکي ووېشي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه موسسه په پام کې لري چې په ۵ نورو ولایتونو کې هم د تېر او اوسني حکومت د قربانیانو کورنیو ته د خوراکي توکو بستې توزېع کړي، خو نوموړي د دغو ولایتونو نومونه بیان نه کړل.
مرستې ترلاسه کوونکي له دې مرستو د خوښي په څرګندولو سربېره د نورو مرستو غوښتونکي دي.
له دې ډلې بي بي مریم وویل، خاوند یې په تېر حکومت کې پولیس و او له مخالفینو سره په جګړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی و.
په داسې حال کې چې هغه له اقتصادي ستونزو شکایت درلود، د نن ورځې له مرستې خوشحاله وه خو ویې ویل، د خوراکي توکو بستې کمې دي او دې ته ورته مرستې باید ډېرې شي.
وموړې چې له اوسني حکومته د خپل مړه شوي خاوند د معاش اخیستو غوښتونکې ده وایي چې د خپلې ۵ کسیزې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده.
بي بي مریم د مرستندویې موسسې له مرستو قدرداني وکړه، او له نورو سازمانونو یې هم وغوښتل چې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو کورنۍ هېرې نه کړي.
د افغانستان له ملي ځواکونو ملاتړ کوونکې موسسه (SAF) په ۱۴۰۰ کال کې جوړه شوې او د عدالت غوښتنې، تعلیمي بورسونو او بېړنیو حالاتو په برخو کې فعالیت لري.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن