اروزګان کې د تېرې جګړې قربانیانو یو شمېر کورنۍ له نړۍوالو د عدالت غوښتنه کوي
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې قربانیانو یو شمېر کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د جرمونو نړۍواله محکمه دې د دوی د عزیزانو قاتلین د عدالت مېز ته کش کړي.







