کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د وینزویلا د اطلاعاتو وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې د وروستیو زلزلو د قربانیانو شمېر درې زره او ۳۴۲ ته لوړ شوی دی.
رویټرز د وینزویلا د اطلاعاتو وزارت له قوله راپور ورکړی چې په دغو زلزلو کې ۱۶ زره او ۴۷۰ کسان ټپیان شوي او د بېځایه شوو شمېر هم ۱۷ زره او ۳۴۵ ته رسېدلی دی.
له دې مخکې، د وینزویلا حکومت ویلي وو چې د زلزلهځپلو سیمو د بیارغونې لپاره به د پیسو نړۍوال صندوق او نړۍوال بانک له دغه هېواد سره مالي او اعتباري مرستې وکړي.
د وینزویلا چارواکو همدارنګه د پیسو نړۍوال صندوق په همکارۍ د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بیارغونې صندوق د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې اټکل کړی و چې د دغو زلزلو د قربانیانو شمېر ښايي له لسو زرو واوړي. که دغه اټکل سم ثابت شي، دا به د تېرې یوې پېړۍ په ترڅ کې په لاتینې امریکا کې له تر ټولو مرګونو زلزلو څخه وي.
د یادونې ده، د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د راپور له مخې، د تېرې چهارشنبې په ماښام (د چنګاښ درېیمه) لومړی د ریښتر په کچه د ۷.۲ درجې زلزله د کاراکاس ښار لوېدیځ ته شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره لرې وشوه او وروسته تر یوې دقیقې په کمه موده کې د ۷.۵ درجې یوې بلې زلزلې هم دغه سیمه ولړزوله.