Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اغاخان بنسټ غزني کې د تاریخي ابدو رغولو ته لېوالتیا ښودلې ده

غزني ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): په غزني ولایت کې د اغاخان بنسټ د یو شمېر تاریخی ابدو رغولو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، نن (چهارشنبه) د اغاخان فرهنګي بنسټ د مشر اجمل میوندوال په مشرۍ پلاوي د غزني له یو شمېر تاریخي ابدو لیدنه وکړه او ویې ویل، دوی دې ته لېوال دي چې په راتلونکي کې د غزني ولایت یو شمېر تاریخي ابدې ورغوي.

میوندوال د هېواد، په ځانګړي ډول د غزني ولایت تاریخي ابدې د افغانستان معنوي سرمایه او افتخار وبللې او د هغو پر ښې ساتنه یې ټینګار وکړ.

ترڅنګ یې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب‌الله مجاهد له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د اغاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونو مننه وکړه چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د تاریخي ابداتو د ترمیم برخه کې یې کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.