غزني ښار (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): په غزني ولایت کې د اغاخان بنسټ د یو شمېر تاریخی ابدو رغولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، نن (چهارشنبه) د اغاخان فرهنګي بنسټ د مشر اجمل میوندوال په مشرۍ پلاوي د غزني له یو شمېر تاریخي ابدو لیدنه وکړه او ویې ویل، دوی دې ته لېوال دي چې په راتلونکي کې د غزني ولایت یو شمېر تاریخي ابدې ورغوي.
میوندوال د هېواد، په ځانګړي ډول د غزني ولایت تاریخي ابدې د افغانستان معنوي سرمایه او افتخار وبللې او د هغو پر ښې ساتنه یې ټینګار وکړ.
ترڅنګ یې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیبالله مجاهد له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د اغاخان فرهنګي بنسټ له فعالیتونو مننه وکړه چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د تاریخي ابداتو د ترمیم برخه کې یې کړې دي.
هغه زیاته کړه، په دې لټه کې دي څو د نورو فرهنکي بنسټونو پام هم د دغه ولایت تاریخي ابدو ته را واړوي.
مجاهد په غزني کې د تاریخي ابدو پر ښې ساتنې ټینګار وکړ او د هغو ساتنه یې د ټولو افغانانو مسوولیت وباله.
دغه راز یو شمېر غزنيمېشتو فرهنګيانو په افغانستان کې د اغاخان بنسټ د فعالیتونو پر بیا پیل خوښي وښوده او ويې ویل چې د اغاخان پراختیایي بنسټ پخوا په مختلفو برخو کې له افغانستان سره ښې همکارۍ کړې دي، نو هیله ده چې یاد بنسټ دي لا هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
غزنی د هېواد له تاریخي ولایتونو شمېرل کېږي چې تر سلو زیاتې تاریخي ابدې لري چي له ډلې یې ۳۶ ابدې په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې رغول شوې او پاتې نورې یې هم جدي رغونې ته اړتیا لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










